د بښنې نړيوال سازمان: پاکستان دې د افغان پناه‌غوښتونکو له ځورونې لاس واخلي

AFP via Getty Images

اطلاعات روز: د بښنې نړيوال سازمان د کډوالو د نړيوالې ورځې په مناسبت د پاکستان له دولت څخه غوښتي چې د پناه‌غوښتونکو خپلسرې نيونې او ځورونې دې ودروي.

نن (سې‌شنبه، ۳۰ د غبرګولي) د کډوالو له نړيوالې ورځې سره برابره ده.

د بښنې نړيوال سازمان د دې ورځې په مناسبت په يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې د افغانستان وګړي په ۲۰۲۱ اګست کې پر دغه هيواد د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته تښتېدلي دي، خو هلته له خپلسرو نيونو او د شړنې له ګواښ سره مخ دي.

په سويلي اسيا کې د بښنې د نړيوال سازمان سيمه‌ييزې مديرې دينوشيکا ديساناياکه ويلي: «ډېر د انديښنې ځای دی چې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعيت ته نړيواله پاملرنه نه کېږي.»

د دې په وينا، افغان کډوال نشي کولای چې بيرته خپلو کورونو ته ولاړ شي او نه هم په پاکستان کې پاتېدلای شي.

دينوشيکا ديسانايکه زیاته کړې، چې مبهم حقوقي وضعيت او د پناه غوښتنې او ميشتېدنې لپاره سختو پروسو په پاکستان کې ډېری افغان کډوال اغېزمن کړي دي.

د بښنې نړيوال سازمان ويلي، چې له نهو کسانو سره چې شپږ يې په تېرو دريو مياشتو کې په پاکستان کې نيول شوي و، مرکې کړې دي.

يو شمېر کډوالو ويلي، چې دوی قانوني اسناد درلودل خو د پاکستاني پوليسو له لوري نيول شوي او جريمه شوي دي.

يوه کډوال حسن ويلي: «دوی پاسپورټ او د پيسو بټوه راڅخه واخيستل او بيا يې څو ځله زما بدن وپلټه. دوی حتا زه هم ونيولم چې وېزه مې درلوده او په قانوني ډول راغلی وم.»

له ويزې پرته په پاکستان کې د سيمکارټ موندل او د بانکي حساب جوړول هم د افغان کډوالو لپاره ستونزمن دي.

يوه کډوال ويلي: «که ويزه نه لرئ نو د مېشتېدو قانوني اجازه نشئ اخيستلای. له همدې امله بايد يوه دلال ته رشوت ورکړئ.»

د بښنې نړيوال سازمان د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کميشنرۍ (UNHCR) څخه غوښتي چې په پاکستان کې د پناه غوښتونکو افغانانو د نومليکنې او غوښتنليکونو د ارزونې پروسه دې چټکه کړي.

دې سازمان د پاکستان له دولت څخه هم غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو له خپلسرې نيونې او ځورونې دي لاس واخلي.

همدا راز د بښنې نړيوال سازمان له درېيمو هيوادونو هم غوښتي چې له کومو افغانانو سره يې د منلو ژمنه کړې، هغوی ته دې ژر تر ژره ويزې ورکړي.

په دې وروستيو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نيول کېدو په تړاو ګڼ راپورونه خپاره شول.

پاکستان افغان اتباع هم اخراجوي او دا کار د هغو خلکو لپاره خطرناک کیدی شي چې د طالبانو له ویرې تښتیدلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه