د کونړ د مرکز اسعداباد او یو شمیر ولسوالیو اوسیدونکي د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.
عام خلک وایي، چې سږکال په کونړ کې د وچکالۍ کچه لوړه شوې او آن په ځینو سیمو کې د څښاک اوبه هم نه پیدا کیږي، چې له امله یې دوی مجبوریږي له سیند او لېرې چینو اوبه راوړي.
د کونړ نورګل ولسوالۍ اوسیدونکی محمد زمان وایي، سږکال له وچکالۍ سربیره یې په ځینو سیمو کې سیلابونو څاه ګانې او په غرونو کې د اوبو چینې له منځه وړي، چې له کبله یې د اوبو کمښت ستونزه رامنځته شوې او له همدې امله زیاتره کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوې دي.
محمد زمان زیاته کړه: «ګڼ شمیر کورنۍ خاص کونړ ولسوالۍ او نورو سیمو ته کډه شوي او لامل یې د اوبو نشتون دی او که چیرې په دې برخه کې د طالبانو حکومت او نورې ادارې لازم اقدامات ترسره نه کړي نو د نورو سیمو اوسیدونکي کې به هم اړ شي چې خپل کورونه پریږدي.»
د کونړ اوسیدونکي دغه راز وایي، په زیاتره سیمو کې له څو کیلو مټره واټن وروسته د څښاک پاکې اوبه ترلاسه کوي چې دا د ډیرو کورنیو له وسې پورته ده.
خلک وایي، د پاکو اوبو نشتون د دوی پر وړاندې لویه ننګونه ده چې له امله یې زیاتره کورنۍ په څارویو له لېرې ځایه اوبه راوړي.
د کونړ د مرورې ولسوالۍ اوسیدونکی حضرت ولي وایي، ډیر کله د څښاک پاکو اوبو نشتون له کبله ځایي خلک له سیلابي او خوړنو له ککړو اوبو استفاده کوي، چې له امله یې ګڼ شمیر خلک د اسهالاتو په ناروغۍ اخته شوي هم دي.
نوموړی زیاتوي، په دغه ولایت کې له وچکالۍ سره سره د اوبو سطحه هم ټیټه شوې او په ځینو سیمو کې له ۶۰ متره څاه ګانو په ویستلو سره هم د څښاک اوبه نه ترلاسه کیږي.
د هغه په خبره یادې ستونزې د حل په برخه کې له طالب چارواکو او نورو مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.
حضرت ولي زیاته کړه: «زه د مرورې ولسوالۍ اوسیدونکی یم هلته اوبه کمې دي او زمونږ ماشومان او ښځینه د څارویو په وسیله اوبه له لېرې ځایه راوړي، له حکومت او نورو ادارو غواړو چې زمونږ په سیمو کې دې څاګانې جوړې کړي او د اوبو نشتون ستونزه دې حل کړي؛ ځکه زیاتره خلک د اوبو نشتون له کبله د باران پر مهال د سیلابونو اوبه جمع کوي او بیا یې په ورځني ژوند کې ترې ګټه اخلي چې له کبله یې زیاتره خلک په اسهال ناروغیو اخته شوي هم دي.»

د خلکو په خبره د کونړ په مرکز او په زیاتو سیمو کې د اوبو ګڼې زیرمې شتون لري خو د نه پاملرنې له امله ککړې شوي او د څښلو پرمهال یې خلک په بیلابیلو ناروغیو اخته شوي دي.
د مرکز اسعداباد اوسیدونکی محمد صادق په کونړ کې د اوبو د سطحې ټیټوالي لامل په ځینو سیمو کې د بورنګ څاه ګانو شتون یادوي، چې له کبله یې د کونړ په زیاتو سیمو کې د اوبو سطحه ټیټه شوې.
محمد صادق زیاتوي: «کونړ کې وچکالۍ سره سره په ځینو سیمو کې د اوبو سطحه هم ټیټه شوې او حتا په مرکز کې مونږ یو څاه کیندله ۵۰ مترو په ژوروالي یې اوبه ترلاسه نشوې یعنې د اوبو سطحه ټیټه شوې او دغه راز د اوبو د سطحې ټیټوالي لامل په دغه ولایت کې ځینو برخو کې خلکو ډیرې ژورې څاه ګانې کیندلي او بیا یې د بریښنا په وسیله اوبه راباسي چې د اوبو د سطحې د ټیټوالي یو لامل دا هم کیدای شي.»
بلخوا کونړ کې طالب چارواکي هم مني چې په دغه ولایت کې د نورو کلونو په پرتله وچکالي زیاته شوې او په ځینو ولسوالیو کې خلک نور سیمو ته کډه شوي دي.
د کونړ لپاره د طالبانو د والي ویاند قاري نجیب الله حنیف وایي، د مرکز په ګډونو په زیاتو ولسوالیو کې خلک پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، چې د حل په برخه کې یې له اړونده دولتي ادارو او نورو موسېساتو سره خبرې کړي او د حل ډاډ یې ورکړی دی.
د نوموړي په خبره له خاص کونړ، مرورې، دانګام او یو شمیر نورو ولسوالیو څخه شاوخوا ۱۶۰ کورنۍ د کونړ نورو سیمو ته د وچکالۍ له کبله کډې کولو ته اړې شوې دي.
حنیف زیاته کړه: «د کونړ ولایت د مرکز په ګډون په زیاتو سیمو کې چې غرنۍ سیمې دي نو د اوبو ستونزه پکې شته د اسعداباد اړوند ګورګان یوه سیمه کې له یوې چینې ۷۰ کورنۍ اوبه وړي، چې د ټولو ستونزه نشي حل کولای او دا ستونزه مو له موسېساتو سره شریکه کړې خو لا هم په دې برخه کې ستونزې نه دي حل شوي او خلک د پاکو اوبو په برخه کې له ستونزو کړیږي.»
نوموړی زیاتوي، وروستیو سیلابونو د کونړ ځینو سیمو کې کاریزونه او د اوبو څاګانې له منځه وړي، چې د کرکیلې د پيکه کېدو تر څنګ یې د څښاک اوبو ته لاسرسی هم ګران کړی دی.
حنیف له خیریه بنښټونو غوښتنه کوي چې د دغه ولایت په مختلفو سیمو کې د اوبو څاه ګانې جوړې او له خلکو سره دې په دې سخت حالت کې مرسته وکړي.
دا یوازې د کونړ اوسیدونکي نه دي چې د پاکو اوبو له نشتوالي سره لاس او ګرېوان دي، په ختیځو ولایتونو ګڼې نورې سیمې هم شته چې اوسېدونکي یې د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
د یادونې وړ ده، چې د هیواد ډېری سیمې وچکالیو سختې ځپلې دي او د کرکیلې د پيکه کېدو تر څنګ پکې د څښاک اوبو ته لاسرسی هم ګران شوی دی.
