خوست کې موټر چلوونکي: د موټرو د ثبت لړۍ دې وغځول شي

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: په خوست ولایت کې موټر چلوونکي غوښتنه کوي چې په دغه ولایت کې دې د موټرو د ثبت لړۍ وغځول شي، دوی دا غوښتنې داسې مهال کې چې تېره اونۍ په ټول هیواد کې د یو کلي ښي لاس موټرو د ثبت پروسه پای ته رسېدلې ده.  

خوست د هیواد له هغو ولایتونو ګڼل کیږي چې تر شاوخوا ۸۰ سلنه کوچني موټر پکې قانوني اسناد نه لري او د نوې پروسې له لارې ورته موقت اسناد ورکول کیږي.

د خوست ولایت لپاره د طالبانو د ترافیکو مسوولینو ویلي، چې په ټاکل شوې موده کې یې کابو ۳۰ زره ښي لاس موټر معاینه کړي دي.

په دغه ولایت کې د موټر چلوونکو په خبره چې د ثبت لپاره ټاکل شوې موده کمه او د مراجعینو شمېر خورا زیات چې د پروسې له پای ته رسېدو وروسته لاهم زرګونه موټر له ثبت پروسې پاتې شوي دي.

دوی غوښتنه کوي چې دا لړۍ باید وغځول شي تر څو خلک وکولای شي چې خپل موټر له ترافیکو مدیریت سره ثبت کړي.

په دې اړه د خوست ولایت یوه اوسېدونکي ادم تڼي اطلاعات روز سره په خبرو کې د پروسې غځول مهمه اړتیا وبلله او ویې ویل چې لاهم ډیری موټر چلوونکو د خپلو موټرو د ثبت لپاره ورځې انتظار کړی دی.

هغه وايي: «خوست کې په لسو موټرو کې یو قانوني اسناد لري او نور ټول بې قانونه چلیږي.»

دوی همدا راز د پروسې غځولو سربېره د طالبانو له ترافیکو مدریت غوښتنه کوي چې د ثبت څانګې دې په ځینو ګڼ نفوسه ولسوالیو کې هم فعاله کړي.

د لکڼو سیمې یو اوسېدونکي رییس خان چې په خوست ښار کې بې اسناده موټر چلوي د مراجعینو ګڼې ګوڼې ته په کتو د ثبت یوه څانګه کافي نه بولي او د ځنیو ولسوالیو د اوسېدونکو لپاره د نورو څانګو د جوړېدو غوښتنه هم کوي.

په همدې حال کې بیا د خوست ولایت لپاره د طالبانو ولایتي مسوولینو ویلي، چې دوی د تېرو درې میاشتو پر مهال په دغه ولایت کې نږدې ۳۰ زره ښي لاس موټر معاینه کړي او په خبره یې چې له دې ډلې یې نیمايي ورسره ثبت شوي دي.

په دې ولایت کې د طالبانو د ترافیکو مدیر سمونوال خیالي خان ځايي خبریالانو ته ویلي، چې په ټاکل شوې موده کې به یې هره ورځ لسګونه موټر ثبتول او په وینا یې چې لاهم په دغه ولایت کې ګڼ موټر له ثبت پاتې شوي دي.

نوموړي د پروسې غځولو په اړه د خلکو د شویو غوښتنو برخه کې څه نه دي ویلي، خو ځینې خلک بیا په دې اند دي چې دا اقدام که څه هم له یوې خوا د طالبانو د حکومت لپاره د عوایدو ښه سرچینه او په ګټه کار دی، خو بل پلو د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو ډیری خلک د یادو پیسو د ورکړې توان هم نه لري.

په خوست کې د مرکز یو اوسېدونکي نجیب قرار اطلاعات روز سره په خبرو کې د موټرو د ثبت پروسه د طالبانو لپاره ګټوره خو له اقتصادي ستونزو سره د مخ وګړو لپاره ستونزمن کار وباله او ویې ویل چې په موټرو راتلونکې مالیه لوړه او ډیری خلک یې د ورکړې توان نه لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه