کونړ کې د نرنګ او سرکاڼو ولسوالیو نښلوونکی لوی پُل د نړیدو له ګوښ سره مخ دی

اطلاعات روز: د کونړ اوسیدونکي شکایت کوي چې په دغه ولایت کې د نرنګ او سرکاڼو ولسوالیو تر منځ د نښلوونکي لوی پله یو شمیر پایې ویجاړې شوي او د پُل د نړیدو ګواښ ډیر شوی دی.

د سرکاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی محمد صادق وایي، د «پشد» سیمې پُل په تېر جمهوري نظام کې د امریکایي ځواکونو د ولایتي بیارغونې ډلې (PRT) په مالي لګښت پر کونړ سیند جوړ شوی او د نرنګ او سرکاڼو ولسوالۍ سره نښلوي.

هغه وایې، د یاد پُل ځینې پایې د سیلابونو د اوبو ډېرېدو له امله تخریب شوي او اوس مهال پر دغه پله د موټرو او د پله دواړو غاړو ته د پرتو ولسونو تګ راتګ بند شوی چې له امله یې ځایي خلک له جدي ستونزې سره مخ شوي.

د یادې سیمې یو بل اوسیدونکی جان ولي هم د یاد پل تخریب اندیښمن کړی او د بیا رغیدو په برخه کې یې د طالبانو له حکومت د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

د نوموړي په خبره دې پله د کونړ د سیند دواړو غاړو ته پراته ولسونه سره نښلولي او که د ترمیم په برخه کې یې اقدامات ونه شي، خلک به بېرته له سینده په جالو کې اوړي را اوړي.

د ده په خبره چې پخوا به د جالو او کېښتېو په وسېله له سینده پورېوتل چې ډېری وختونه به د جالو او کښتېو د چپه کېدو او سیند کې د ډوبېدو له امله زیاتو خلکو خپل ژوند هم له لاسه ورکاوه.  

د نرنګ ولسوالۍ اوسیدونکی محمد سلیم بیا د تیر حکومت پر چارواکو د یاد پله د بې کیفیته او غیر معیاري جوړیدو په برخه کې نیوکه کوي.

د هغه په خبره د کونړ پر څپاند سیند د پشد پُل څو کاله مخکې په کونړ کې مېشتو بهرنیو ځواکونو د میلیونونو ډالرو په لګښت جوړ کړ او دلته یې د سیند د دواړو غاړو ولسونه سره ونښلول، خو اوس د دې پل ستنې او محافظتي دیوالونه تر ډېره سیلابونو او زیاتو اوبو نړولي او هره ګړۍ یې د غورځیدو خطر شته.

محمد سلیم زیاته کړه :«دا پل په ملا مات شوی دی، نو اندیښنه ده چې نور هم ونړیږي پر دې پل زیات خلک تګ راتګ کوي مرکز اسعداباد،سرکاڼو، خاص کونړ ولسوالیو ته پرې تګ راتګ کوي نو غوښتنه کوو چې باید جوړ شي.»

نوموړی له حکومته د یاد پل د ژر رغولو غوښتنه کوي، ځکه په خبره یې که یاد پُل پر وخت ونه رغول شي، نو ښايي د اوبو د لا ډېرېدو په صورت کې نور هم زیانمن شي.

بلخوا په کونړ کې د ټولګټو چارو ریاست طالب مسولین هم مني، چې د پشد پل نړیدلی او له همدې امله یې پر دغه پله د موټرو او ولسي خلکو تګ راتګ بند کړی دی.

د کونړ د ټولګټو چارو ریاست د سروې او ډیزاین مدیر انجنیر منیب‌الله ګلاب‌زوی وایي،، دوی د دې پل د ساتنې او بیا ترمیم هڅې کوي ،

د هغه په خبر د پشد پل د ویجاړیدو ستونزه یې له ټولګټو چارو وزارت سره شریکه کړې او تمه لري چې ژر بېرته ورغول شي.

د معلوماتو له مخې د پشد پل چې ۲۱۰ متره اوږدوالی لري، د کونړ پر سیند د سرکاڼو او نرنګ ولسوالۍ سره نښلوي چې د تېر نظام پر مهال د امریکایي ځواکونو د ولایتي بیارغونې ډلې (پي‌‌ار‌ټي) په مالي لګښت جوړ شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه