اطلاعات روز: په پام کې ده چې د دوشنبې په ورځ (۱۹ جون/ ۲۹ د غبرګولي) په جينوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د درې پنځوسمې غونډې په ترڅ کې د افغان ښځو د وضعيت په اړه ناسته ترسره شي.
په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپورچي ريچارډ بېنټ او د بشري حقونو سازمانونه د افغانستان د ښځو د وضعيت په اړه خپل راپورونه شريکوي.
په خپله ښاغلی بېنټ او له افغانستانه د ښځینه حقونو فعالانې پروانه ابراهيمخېل او نګين ياري به د جون د ۱۹مې په غونډه کې ويناوې وکړي.
ريچارډ بېنټ په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعيت په اړه په خپل وروستي راپور کې ويلي، چې طالبانو د ښځو او نجونو پر خلاف تر ۵۰ زيات فرمانونه صادر کړي دي.
د ده په وينا، په دې راپور کې يې «په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر خلاف پراخ سيسټماټيک تبعيض او د دې ځپنې پر وړاندې يې د هغوی استقامت او وړتيا» ته کتنه کړې ده.
د بښنې نړيوال سازمان هم ويلي، چې د «ښځو پر خلاف د طالبانو جګړه: بشري جنايت او په افغانستان کې د جنسيتي اذيت او ځورونې» په نوم خپل راپور د بشري حقونو د شورا په غونډه کې وړاندې کوي.
په جينوا کې د افغانستان د استازو په وينا، په پام کې ده چې د جون مياشتې په ۲۰مه هم د بشري حقونو د شورا د غونډې په څنډو کې د افغانستان د ښځو د وضعيت په اړه بحث وشي.
