اطلاعات روز: په بامیانو کې د طالبانو والي عبدالله سرحدي د بودا د مجسمو د ړنګولو په اړه د دغې ډلې د پرېکړې دفاع کړې او هغه يې «ښه پرېکړه» بللې ده.
صلصال چې ۵۳ متره لوړوالی يې درلوده او شهمامه چې ۳۵ متره ارتفاع يې درلوده، د ۲۰۰۱ کال په مارچ مياشت کې د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر په فتوا سره ويجاړې شوې.
دا دوې مجسمې د ۳۰۰ او ۷۰۰ ميلادي کلونو تر منځ په ځانګړي سبک او د غرونو په تراشلو سره جوړي شوې وې.
د بودا مجسمو تر نړولو ۲۳ کاله وروسته واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په يوه راپور کې ليکلي، چې د طالبانو ځينې غړي حيراني څرګندوي چې د دې مجسمو د ويجاړۍ مسوولين کوم کسان دي.
د طالبانو يوه سرتېري خيال محمد ویلي، چې د بودا مجسمې د افغانستان هويت استازولي کوله او بايد په بمونو سره نه وای ويجاړې شوی.
ده زياته کړې، چې د بودا د مجسمو په ويجاړولو سره بې احتياطي شوې او بايد بيرته ورغول شي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال عتيق الله عزيزي هم ويلي، چې باميان او د بودا مجسمې د دې ډلې د حکومت لپاره زيات ارزښت لري.
ده زياته کړې، چې په ټول افغانستان کې د کلتوري ميراثونو د خونديتوب، تاريخي ساحو ته د خلکو د لاسرسي د محدودولو او د ټکټ پر پلور د څارنې لپاره تر زر زيات ساتونکي ټاکل شوي دي.
خو د طالبانو ځينې غړي اوس هم نه غواړي هغه اثار ومني چې د دوی په اند «کفري» دي. په باميانو کې د طالبانو والي عبدالله سرحدي ويلي، چې د فرهنګي ميراث خونديتوب ته ژمن دی، خو سيلانیان بايد نورو سيمو ته بوتلل شي، نه د بودا لور ته.
نوموړي ويلي: «موږ مسلمانان يو او بايد د خدای په غوښتنو پسې شو.» سرحدي د بودا د مجسمو ويجاړي يوه «ښه پرېکړه» ګڼلې او دفاع يې ځینې کړې ده.
