د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د ترافیکي پېښو د زیاتیدو لاملونه او حل لارې

د افغانستان د نورو ترانسپورټي لویو لارو سربیره په دې وروستیو کې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره ترافیکي پېښې هم زیاتې شوې دي.

د لغمان لپاره د طالبانو د ترافیکو مدیریت چارواکي وایي، چې په روان لمریز کال کې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره ۶۰ ترافیکي پېښې شوي، چې له کبله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولایت د ترافیکو مدیر حبیب الله مبارز په خبره چې یوازې په روانه میاشت کې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د لغمان په مربوطاتو کې ۱۰ ترافیکي پېښې شوي، چې له امله یې ۳۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغه په خبره په مړو شویو کسانو کې ۷ نارینه، یوه میرمن او دوه ماشومان شامل دي، خو په ټپيانو کې ۳۱ نارینه، ۳ میرمنې او ۵ ماشومان شامل دي.

مبارز زیاته کړه: «د کابل-جلال اباد پر لویه لاره یوازې په روان لمریز کال کې ۶۰ حادثې شوي، چې ۴۳ کسان مړه او دغه راز ۱۶۶ نور ټپیان شوي او یوازې په روانه میاشت کې لس ترافیکي پېښې شوي، چې له کبله یې ۳۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې په مړو شویو کسانو کې ۷ نارینه، یوه میرمن او دوه ماشومان شامل دي، خو په ټپيانو کې ۳۱ نارینه، ۳ میرمنې او ۵ ماشومان شامل دي.»

روان لمریز کال د کابل-جلال اباد پر لویه لاره ۶۰ ترافیکي پیښې شوي دي. انځور: خواله رسنۍ

د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره طالب چارواکو څه کړي؟

د لغمان د ترافیکو مدیریت طالب چارواکي وایي، چې تازه د کابل- جلال‌اباد پر لویه لاره  یې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه د موټرو د سرعت کنټرولولو سېسټم فعال کړی دی.

 د دغه ولایت لپاره د طالبانو د ترافیکو مدیر حبیب الله مبارز وایي، چې په دې وروستیو کې پر یاده لاره ترافیکي پېښې زیاتې شوي چې دوی دمخنیوي په هڅه کې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د دغه سېسټم په فعالېدو سره به د کابل- جلا‌اباد پر لویه لاره د موټرو سرعت کنټرول او د ترافیکي پېښو مخه به ونیول شي.

مبارز زیاته کړه: «په دې وروستیو کې چې دکابل-جلال اباد پر لویه لاره ترافیکي پېښې زیاتې شوې وې نو مونږ یو سیستم فعاله کړی، چې د موټرو سرعت معلوموي یعنې په دې ماشین سره کولای شو چې معلوم کړو موټر له ټاکل شوي سرعت څخه څومره تېز دی دا کار د ترافيکي پېښو د ګراف په راښکته کولو کې مرسته کوي.»

د موټرو د سرعت معلومولو ځانګړې وسیله

د ترافیکي پېښو زیاتیدو په اړه د خلکو اندیښنې اولامل یې څه بولي؟

د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د ترافیکي پېښو زیاتیدو عام خلک او پر یاده لاره مسافر هم اندیښمن کړي دي.

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسیدونکی  ډاکټر شمس الرحمن چې په کابل کې دنده لري او هره اوونۍ پر یاده لاره کور ته ستنیږي وایي، په دې وروستیو کې د ترافیکي پېښو زیاتیدو آن دومره اندیښمن کړي چې ډیر کله له همدې ویرې په رخصتیو کې هم خپل کور ته نه ستنیږي.

نوموړی د ترافیکي پېښو لامل د موټرچلوونکو له لوري د نشه یي توکو استعمال، ګړندی تګ، د سړکونو خرابوالی او بې احتیاطي یادوي.

ډاکتر شمس الرحمن زیاته کړه: «زه په کابل کې یوې خصوصي موسېسه کې دنده لرم او د کورنۍ مشکلاتو له کبله مجبور یم، هره اوونۍ د پنج شنبې په ورځ کور ته راستون او بیا د شنبې په ورځ بیرته کابل ته لاړ شم؛ خو باور وکړئ چې په دې څو میاشتو کې ترافیکي پېښې دومره زیاتې شوي چې زما هیڅ زړه نه کیږي د همدې موټرو د ټکرو له کبله چې کور ته هره اوونۍ راشم.

ځکه هره ورځ د ترافیکي پېښو خبرونه خپریږي او قرباینان همدا کابل او جلال اباد ته تلوونکي مسافر دي، نو د طالبانو حکومت ته په کار ده چې د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره کار وکړي؛ زیاتره موټروانان نشه کوي او بیا په ځان نه پوهیږي موټر تیز چلوي او له همدې امله ټکر رامنځته کیږي.»

د کابل-جلال اباد لویه لاره چې هره ورځ پرې زرګونه لوی او واړه موټر تګ راتګ کوي. انځور: خواله رسنۍ

عبدالمجید چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره بکسه موټر چلوي پر یاده لاره د ترافیکي پېښو د زیاتوالي لامل د طالبانو له لوري پاکستاني لاس موټرو ته د موقتي «درې کلن» اسنادو ویش او د غیر قانوني موټر چلولو ترڅنګ د سړکونو خرابوالی او د ځینو موټر چلوونکو نامسلکي والی په ګوټه کوي.

عبدالمجید زیاته کړه: «د ترافیکي پېښو لامل د پاکستان لاس موټرو زیاتوالی دی، چې له بل موټر څخه تیریږي نو هغه بل اړخ ته ورته موټر نه ښکاري او له همدې کبله ترافیکي پېښې کیږي او حکومت ته هم په کار ده چې پر د ترافیکي پېښو مخنیوي لپاره کار وکړي؛ د طالبانو حکومت دې د خپلو عوایدو لپاره خلک نه قرباني کوي بلکې په کار ده چې د پاکستاني لاس موټرو ته هیڅ اسناد ور نه کړي.»

د ترافیکي پیښو د مخنیوي لارې چارې څه دي؟

که څه هم ولسي خلک په دې وروستیو کې د کابل- جلال اباد پر لویه لاره د ترافیکي پېښو زیاتوالي اندیښمن کړي، خو د طالب چارواکو له لوري د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه د یاد سیستم د فعالیدو له هرکلي سر- سره له طالب چارواکو د پېښو د مخنیوي لپاره په اساسي لارو چارو د غور غوښتنه کوي.

د ننګرهار اوسیدونکی میرزا محمد له طالب چارواک غوښتنه کوي، چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره دې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه د کابل-جلال دویم لین سړک چارې بشپړې کړي چې په دې سره به تر ډیره ترافیکي پېښې راکمې شي.

میرزا محمد زیاته کړه: «د کابل-جلال اباد پخوانی کوم سړک چې دی پر هغې زیات د موټرو بیرو بار دی نو اوس حکومت ته په کار ده، چې د کابل-جلال اباد دویم لین سړک پاتې چارې بشپړې کړي چې په دې سره به د موټرو زیاته ګڼه ګوڼه کمه او هم به ترافیکي پېښې کمې شي؛ ټول سړکونه باید جوړ شي خو اوس مهال چې زیاته اړتیا ده د کابل-جلال اباد د دویم لین سړک باید جوړ شي لوې موټر دې په دې لاره ځي او واړه دې پرهغې لاره نو دې سره به ترافیکي پېښې راکمې شي.»

د کابل-جلال اباد دویم لین سړک هغه چې چارې یې نیمګړې پاتې دي

بلخوا د ننګرهار د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو څه موده وړاندې د کابل-جلال اباد دویم لین سړک په اړه ویلي و، چې دا ډول لويې پروژو بشپړول د دوی د وس کار نه دی.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د ټولګټو چارو رییس یارمحمد په خبره په دومره کچه بودیجه نه لري چې د کابل-جلال اباد دویم لین سړک پاتې چارې بشپړې کړي.

هغه زیاته کړې چې یاده ستونزه یې له وزارت سره شریکه کړې، خو تراوسه یې ورته د یاد سړک د پاتې چارو د بشپړیدو په اړه قناعت کوونکی ځواب نه دی ورکړی.

په ټوله کې له ترافیکي اصولو د موټر چلونکو سرغړونې، د ډرایورانو بې باکي او بې ځایه د موټرو ځغلولو تر څنګ خراب سړکونه درانه بارونه او وخت نا وخت د موټرو خرابي په افغانستان کې د ډېرو ترافیکي پېښو لوی لاملونه بلل کیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه