د ننګرهار اوسېدونکي وایي، د ګرمۍ موسم په رارسیدو سره سم په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې کوڅه ډب سپي زیات شوي چې له امله یې عام خلک نشي کولای په ډاډه زړه ورځنۍ چارې ترسره کړي.
د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحېې اوسیدونکی نیازمحمد وایي، کوڅه ډب سپي د ښار په سړکونو، څلور لارو، پارکونو، کوڅو او نورو عامه ځایونو کې تر سترګو کیږي.
د نوموړي په خبره د کوڅه ډبو سپیو د ډېریدو له امله ښاریان نشي کولای د شپې لخوا او یا سهار وختي تګ راتګ وکړي او یا ورځنۍ چارې په ډاډه زړه ترسره کړي.
نیازمحمد زیاته کړه: «په جلال اباد ښار کې کوڅه ډب سپیي دومره زیات شوي، چې عام خلک له ماښام وروسته نشي کولای کورونو ته په ډاډه زړه ستانه شي، مسجدونو ته لاړ شي او یا سهار وختي خپلې اړتیاوې پوره کړي ځکه په هر ځای کې کوڅه ډب سپي دي او خلک یې له ویرې نشي کولای چې ورځنۍ چارې ترسره کړي زیاتره خلک یې داړلي هم دي.»

د دغه ولایت ځینې نور اوسیدونکي وایي، د کوڅه ډبو او لیونیو سپیو ډېری حملې په کلیوالو سیمو کې پر وړو هلکانو او نجونو د هغوی کورونو ته نږدې او یا ښوونځیو ته د تګ پرمهال کیږي.
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسیدونکی شبیر احمد وایي، له همدې دې وېرې اوس ډېری کلیوال له خپلو کوچنیو اولادونو سره تر ښوونځي ځي.
د هغه په خبره نه یوازې دې حالت خلک اندیښمن کړي بلکې ورځنۍ چارې ټکنۍ شوي او د مخینوي په برخه کې یې له ښاروالۍ او نورو اړونده ادارو د چټکو اقداماتو غوښتنه کوي.
شبیر احمد زیاته کړه: «کوڅه ډب سپي له ښاري سیمو سره سره په ولسوالیو کې هم زیات شوي او د شپې لخوا خو بیخي ډیر وي، خلک هم له دې ویرې له یو ځایه بل ځای ته پلی تګ نشي کولای او ډیر کلیوالي خلک یې داړلي هم دي؛ څه موده وړاندې زما یو ماما هم یو سپي داړلی و او اوس په کور کې پروت دی له همدې امله ناروغه شوی نو باید چې د دې کوڅه ډبو سپیو مخنیوی وشي.»
د خلکو په خبره دغه سپې د شپې لخوا په ډلییزه توګه پر خلکو حملې کوي او د اندیښنې ځای دا دی چې ښایي دا سپي په خطرناکو لا علاجه ناروغیو اخته وي او د غاښونو له لارې یې انسانانو ته ور انتقال شي.
د بهسودو ولسوالۍ اوسیدونکی واجد خان وایي، کوڅه ډبو سپیو ګڼ شمیر خلک داړلي، خو ځینې داسې کورنۍ هم شته چې د اقتصادي ستونزو له امله نشي کولای خپلو ناروغانو ته واکسین وکړي.
د نوموړي په خبره کوڅه ډب سپي د لېونیو سپیو ډار رامنځته کوي او وایي، مسوولو ادارو د ورپېښ گواښ د له منځه وړلو لپاره کوټلي گامونه، نه اخلي بلکې په ښار او ولسوالیو په روغتیایي مرکزونو کې د لیونیو سپیو واکسین نشتون هم اندیښمن کړي.
واجد خان زیاته کړه: «کوڅه ډب سپي په ښار او ولسوالیو کې زیات شوي او زیات خلک یې هم داړلي دي واکسین یې هم ډیر زیات ګران دی او اقتصادي ستونزې هم زیاتې دي خلک یې د کولو توان نه لري نو غوښتنه کوو چې باید د لیونو سپیو واکسین په تولو روغتیايي مرکزونو کې وشي.»
په ورته مهال د جلال اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو ویاند بختي جان مراد وایي، چې د ښار په مختلفو برخو کې یې د عامې روغتیا ریاست سره په همغږۍ د کوڅه ډبو سپیو د له منځه وړلو کمپاین پېل کړی دی.
د نوموړي په خبره د یاد کمپاین پرمهال یې شاوخو ۴۰۰ کوڅه ډب سپي له منځه وړي او دا کمپاین دوام لري.
مراد زیاته کړه: «د جلال اباد ښاروالۍ او عامې روغتیا ریاست په همکار د ښار په هغه برخو کې چې کوڅه ډب سپي پکې زیات وو، نو هلته یې د له منځه وړلو کمپاین ترسره شوی چې ۴۰۰ کوڅه ډب سپي له منځه وړل شوي دا کمپاین به دوام ولري او هڅه کې یو چې دا کمپاین نورو سیمو ته هم وغځوو.»

خو د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو ویاند نقیب الله رحیمي بیا په روغتیایي مرکزونو کې د لیونیو سپیو د واکسین نشتون په اړه د خلکو نیوکې پر ځای نه بولي.
رحیمي وایي، چې د دغه ولایت په ټولو روغتیایي مرکزونو کې د لیونیو سپیو واکسین موجود دی او په یاده برخه کې د پوره چمتوالي خبر ورکوي.
رحیمي زیاته کړه: «معمولآ د ګرمۍ په موسم کې د لیونیو سپیو د داړلو پېښې زیاتیږي خو ننګرهار کې په هغه کچه نه دي چې مونږ ورته اندیښمن شو، که بیا هم څوک لیونی سپی داړي نو په ټولو روغتیایي مرکزونو کې د لیونیو سپیو واکسین موجود دی او په وړیا ډول تطبیق کیږي.»
بلخوا تازه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د زونونو د برخې عمومي مسوول ډاکټر فخرالدين ستانکزي ویلي چې په ١٤٠١ زېږديز کال کې د سپيو د داړلو ټولټال شمېر ٣٣٠٨٩ کسانو ته رسېدلى، چې له دې ډلې يې ١٨ تنه مړه شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې په ثبت شويو شمېرو کې ١٥٤٢١ نارينه، ٦٦٢١ ښځې او ١١٠٤٧ ماشومان شامل دي.
نوموړی زیاتوي، چې د ثبت شویو قضیو له جملې څخه کابل د ۳۶۴۷ سپیو د داړلو قضیو په لرلو سره په لومړي کتار کې، ننګرهار د ۳۴۰۲ قضیو په لرلو سره په دویم کتار کې او پکتیا د ۳۳۷۱ قضیو په لرلو سره په دریم کتار کې دی.
د یاد چارواکي په خبره چې په هېواد کې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره کافي بودیجه او واکسین نه لري.
د لېوني سپي ناروغي (Rabies) د مرکزي عصبي سیستم یوه ویروسي ناروغي ده، د ځېنو حیواناتو لکه سپي، لېوه، او پیشو په واسطه انسان ته هغه وخت انتقالېږي، چي حیوان په رابیس ویروس باندې ککړ وي او انسان وداړي. دغه ویروس معمولاً د ککړو حیواناتو په لاړو کې موجود وي.
