د بشر حقونو کميسيون: له پاکستانه د افغان پناه غوښتونکو ایستل ناورين دی

انځور: INP via tribune

اطلاعات روز: د افغانستان د بشري حقونو کميسيون وايي، له پاکستانه د افغان پناه غوښتونکو ایستل یو ناورين دی ځکه چې د بشري حقونو، ښځينه معترضينو، څارنوالانو، مدافع وکيلانو، نظاميانو او د پخواني حکومت د کارکوونکو ژوند له جدي خطر سره مخ دی.

دې کميسيون نن (يکشنبه، ۲۱ د غبرګولي) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د يو لړ معتبرو سرچينو له راپورونو سره سم، په دې وروستيو کې پاکستاني پوليسو د افغان پناه غوښتونکو او کډوالو په نيولو لاس پورې کړی او يو شمير کډوال یې شړلي دي.

دې بنسټ د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د افغانستان د پناه غوښتونکو له نيولو لاس واخلي.

د افغانستان د بشري حقونو کميسيون د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ هم «په ټينګار» غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د پاکستان له دولت سره اغېزناکې خبرې وکړي او د پاکستاني پوليسو د ځوروونکو اعمالو مخه دې ونيسي.

دې کميسيون د افغانستان په چارو کې د بشري حقونو له ځانګړي راپورچي، د پاکستان د بشري حقونو له کميسیون او نورو سيمه‌ييزو او نړيوالو اغېز لرونکو جوړښتونو او ماموريتونو غوښتي چې په پاکستان کې دې د افغان پناه غوښتونکو بشري حقونو وضعیت وارزوي.

د تېري اونۍ په پای کې د پاکستان له پلازمينې اسلام اباد څخه يو شمير افغان کډوالو خبر ورکړ چې د دې هيواد پوليسو تر يوې اونۍ په کم وخت کې په لسګونو کډوال نيولي او زنداني کړي دي.

د سرچينو په وينا، د اسلام اباد پوليس افغان مهاجر وګړي په بېلابېلو ځايونو کې دروي او له هغوی د اقامت قانوني اسناد غواړي.

دې سرچينو زیاته کړه، چې پاکستاني پوليسو د افغان کډوالو د نيولو لپاره د هغوی د اوسيدنې پر ځايونو هجوم ور وړی او ښځې او نارينه يې نيولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه