اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په کوز کونړ/ ښېوې ولسوالۍ کې د یو ځوان هلک او یوې ځوانې نجلې جسدونه موندل شوي دي.
د سیمې یو اوسیدونکی محمد اصف وایي، چې دغه جسدونه نن سهار (شنبه، ۲۰ د غبرګولي) د ښېوې ولسوالۍ اړوند «بنګاو» سیمه کې ځایي خلکو موندلي دي.
د نوموړي په خبره وژل شوي هلک او نجلۍ دواړه په ډزو ویشتل شوي او بیا یې مړي د کونړ سیند ته څیرمه غورځول شوي دي.
محمد اصف زیاته کړه: «د ښېوې ولسوالۍ بنګا سیمه چې منګوال هم ورته وایي، هلته خلکو کونړ سیند ته څیرمه په کرنیزو ځمکو د یو هلک او نجلۍ جسدونه موندلي چې دواړه په ډزو ویشل شوي وو، معلومات نه کیږي چې دا د کوم ځای اوسیدونکي دي خو خلکو ویل چې د شپې ناوخته ډزې شوي دي.»
هڅه مو وکړه چې په دې اړه ننګرهار کې د طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو له هڅو سره سره یې د نظر په اخیستلو بریالي نشوو.
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
که څه هم د یادې پېښې علت معلوم نه دی خو د نظر خاوندان وایي، چې ډیر کله دا ډول پېښې د کورني تاوتریخوالي له کبله رامنځته کېږي.
از روزنامهنگاری مستقل حمایت کنید
محدودیتهای گسترده بر رسانهها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه میدهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.
ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم مینویسیم.
مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوبشدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشماندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادیهای برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.
خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت میکنند تا گزارشهای دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایتهای مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.
هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامهنگاری مستقل کمک میکند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.
در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید
برای حمایت اینجا کلیک کنید