اطلاعات روز: د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند دره نور سیمه کې د «زیدان» د سربو او جستو کان د استخراج چارې پېل شوي دي.
کندهار کې د طالبانو د کانونو او پټروليم ریيس عبدالحنان حامد وايي، دا کان یې د «المحمود احمدي» په نوم یوه خصوصي شرکت ته د پنځو کلونو لپاره په قرارداد ورکړی، چې ۲۵۰ تنو به پکې په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
نوموړی زیاتوي، یاد شرکت به د دې کان د استخراج په بدل کې د زابل د مرکز کلات څخه بیا د دې ولایت تر شهر صفا ولسوالۍ پورې ۷۲ کیلو متره سړک په پاخه او اساسي ډول رغوي او همدارنګه د طالبانو سرپرست حکومت ته به ۱۸ سلنه ونډه هم ورکوي.
ورته مهال د یاد شرکت مسوول بیا وایي، چې د شاولیکوټ د دره نور سیمې اوسیدونکو لپاره به د نورو خدماتو ترڅنګ یو روغتیایي کلینیک او یو ښوونځی هم جوړ کړي.
د یادونې ده، چې څه موده وړاندې د کندهار خاکریز ولسوالۍ کې د بي بي ګوهر د سربو او جستو کان د استخراج چارې هم پېل شوې وې.
