اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې د دې ولایت بهسودو ولسوالۍ کې یو ۱۴ کلن ماشوم د لامبو پرمهال اوبو ډوب کړی او ژوند یې بایللی دی.
ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعات امر قریشي بدلون وایي، چې دغه پیښه تېره ورځ (جمعه، ۱۹ د غبرګولي) د بهسودو ولسوالۍ اړوند د «کمپونو» سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، یاد ماشوم د بهسودو اړوند د کابل سیند کې د لامبو پرمهال اوبو ډوب او وړی دی؛ چې بیا یې جسد ځایي خلکو او طالب سرتیرو د لعلپورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په سیند کې موندلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.
د ګرمۍ موسم په پېل سره ننګرهار کې ډیر کله دا ډول پېښې رامنځته کیږي، چې ډیر کله یې قربانیان ماشومان او ځوانان وي.
