اطلاعات روز: د امريکا د سولې انسټيټوټ اعلان کړی چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، په سيمه کې «تروريستي» ګواښونه زيات شوي دي.
دې بنسټ په خپل راپور کې چې پرون (چهارشنبه، ۱۷ د غبرګولي) يې خپور کړی ليکلي، چې اصلي ګواښ «نه هم طالبان او نه يې هم نږدې متحد القاعده» دی، بلکې د داعش خراسان ډله ده.
دې بنسټ ليکلي، چې د داعش د خراسان ډلې اصلي قلمرو پاکستان او افغانستان دي، که څه هم لومړی په پاکستان کې راڅرګند شوي خو تمرکز يې پر افغانستان دی.
د امريکا د سولې انسټيټوټ په راپور کې راغلي، چې د داعش خراسان څانګې خپله ستراتېژي بدله کړې او «د سيمې د نيولو» پر ځای ښاري جګړه کوي او هڅه کوي چې د حکومت کولو لپاره د طالبانو هڅې ټکنۍ کړي.
په دې راپور کې راغلي، چې په سويلي اسيا کې د داعش ډلې حضور يوازې تر افغانستان او پاکستان پورې محدود نه دی، بلکې د هند، بنګلديش، ميانمار، مالديف او سريلانکا تر «پراخو قلمرونو» پورې رسېږي.
دې بنسټ زياته کړې، چې داعش ډله په دې هيوادونو کې د نظامي ډلو له سيالۍ او «د ترويزم پر وړاندې له شديد فشار» سره مخ ده.
د امريکا د سولې انسټيټوټ ويلي، چې د داعش خراسان څانګه د لوېديځ او په سويلي اسيا کې يې د ملګرو لپاره يو «زياتېدونکی خطر» دی.
دې بنسټ وړانديز کړی چې د داعش خراسان ډلې ګواښونه غرب هڅوي چې د تروريزم پر وړاندې په مبارزه کې له طالبانو سره د محدودې همکارۍ په شمول ځينې متقابل اقدامات وکړي.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته داسې اندېښنې زياتې شوې چې «دا هيواد به يو ځل بيا د ترهګرو په خوندي پټنځای» بدل شي.
د ډلييز امنيت د تړون سازمان غړو هيوادونو او نورو څو ځله ادعا کړې چې په افغانستان کې د داعش حضور پراخ شوی او د سيمې امنيت او ټيکاو ګواښي.
خو طالب چارواکو بيا – بيا دا ادعاوې رد کړې او هغه يې بې اساسه ګڼلې دي.
طالبان وايي، چې هيڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو هيوادونو پر خلاف استفاده وکړي.
