اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې په تورخم سوداګریز بندر کې یو کاریګر ماشوم د بار وړنکي ټیلر موټر لاندې شوی او خپل ژوند یې بایللی دی.
د تورخم لپاره د طالبانو کميسار مولوي قسمت الله مبارز وایي، چې پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۱۵ د غبرګولي) مازدیګر هغه مهال رامنځته شوې چې یاد ماشوم له پاکستان لوري افغانستان ته ځینې توکي را اړول چې پر همدې مهال ټیلر موټر لاندې کړی دی.
د نوموړي په خبره مړ شوی ماشوم د دغه ولایت د اچین ولسوالۍ اوسیدونکی و او د کورنۍ اقتصادي ستونزو له کبله یې تورخم کې د «ګنډو» کار کاوه.
له دې وړاندې هم په تورخم کې ورته پېښې رامنځته شوي او لامل یې هلته په درنو کارونو د بوختو ماشومانو زیاتوالی دی، چې ډیره کله یې کورنۍ د اقتصادي ستونزو له کبله خپل کم عمره ماشومان ګنډو وړلو ته اړباسي.
