اطلاعات روز: د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کمېټه وايي، چې د دې کميټې ټول غړي کولای شي له افغانستانه د امريکا د وتلو محرم اسناد وګوري.
وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي و چې يوازې دوه نفره د دې طبقه بندي شويو اسنادو د ليدلو اجازه لري.
د رويټرز خبري اژانس له راپور سره سم، د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د جمهوريت غوښتونکو استازي او د کميتې رييس مايک مک کال د امريکا د بهرنيو چارو له وزير آنټوني بلينکن سره توافق کړی چې د بهرنيو اړيکو د کميټې هر غړی بايد له افغانستانه د وتلو په اړه د بهرنيو چارو وزارت محرمو اسنادو ته لاسرسی ولري.
دې کميټې ويلي، مک کال هوکړه کړې چې روان کال په لومړيو کې يې بلينکن ته کومه احضاريه لېږلې وه له هغې به تېرېږي او همدا راز به له هغه توره هم لاس اخلي چې د بهرنيو چارو وزیر يې د کنګرې په سپکاوي تورن کړی و.
مک کال په يوه اعلاميه کې ويلي: «په تاريخ کې په لومړي ځل، د بهرنيو چارو وزارت موافقه کړې چې کانګرس ته اجازه ورکړي چې د «مخالف کانال» اسناد وګوري.»
ويل کېږي چې «مخالف کانال» له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر مهال هغه کرښه وه چې له لارې يې امريکايي ډيپلوماټانو د دې هيواد له لوړپوړو چارواکو سره اړيکه نيوله.
د امريکايي رسنيو په وينا، د دې هيواد ډيپلوماټانو د همدې کانال له لارې خبرداری ورکړی و چې که امريکايي ځواکونه ووزي ښايي کابل سقوط وکړي.
مک کال چې له افغانستانه د امريکا د وتلو په اړه پلټنه کوي، له مياشتو راهيسې د «مخالف کانال» پيغامونه تعقيبوي.
جمهوريت غوښتونکي او يو شمېر ډيموکراټان وايي، چې د هغو بې نظمو عملياتو په اړه بشپړ راپور نه دی وړاندې شوی چې له کبله يې د کابل په هوايي ډګر کې ۱۳ امريکايي نظاميان ووژل شول.
