اطلاعات روز: لغمان کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې د دې ولایت په مربوطاتو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولایت لپاره دطالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند محمد یونس یوسفزی وایي، چې لومړۍ ترافیکي پېښه نن (شنبه، ۱۳ د غبرګولي) غرمه شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې د کابل- جلال اباد پر لویه لاره د لغمان اړوند سرخکانو سیمه کې د یوې سراچې او فلنکوچ ډوله موټر ترمنځ شوې، چې پکې ۲ کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په خبره په ورته مهال د همدې لوې لارې په اوږدو کې بکسه ډوله موټر یو کس وهلی او ځای پر ځای یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هغه په خبره ټپیان یې په وخت روغتون ته انتقال کړي چې ډاکټرانو یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودلی دی.
په دې وروستیو کې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره ترافیکي پېښې زیاتې شوي چې لامل یې د موټر چلوونکو بې احتیاطي د سړکونو خرابوالی او د ترفیکي اصولو نه مراعات ښودل شوی دي.
