کندهار کې په لومړي ځل انلاين ټکسي خدمات پېل شوي

اطلاعات روز: کندهار ولايت کې په لومړي ځل د سمیع الله پیغام په نوم یو ځوان د «سيار» په نوم انلاين ټکسي خدمات پېل کړي دي.

پیغام وایي، د دې خدماتو پرمخ بیولو په موخه یې د (Sayar) په نوم یو اپلکېشن جوړ کړی چي په ډاونلوډ کولو سره یې په انلاین توګه د ښار هره برخه کي ټکسي کرایه کېږي.

نموړی زیاتوي، د دوی سره په سیستم کې دا مهال ټولې ۲۵ ټکسيانې شاملې او ورسره ۲۵ کسان هم په کار ګمارل شوي دي.

د سمیع الله په خبره، ځکه یې ياد نوښت رامنځته کړی چې په هيواد کې زيات کسانو انټرنیټ او تکنالوژۍ سره بلدتیا درلوده، خو تراوسه یې انلاین ټکسي خدماتو ته لاسرسی نه درلود.

د ده په په خبره چې غواړي د سيار انلاين ټکسي خدمات تر مرکز کابل او نورو ولايتونو پورې هم ورسوي ترڅو د غلاوو او نورو پېښو مخنيوی وشي.

د دې اپلکېشن له لارې د ټکسي خدماتو موټر چلوونکي وایي، زیات خوښ دي چې کار زمینه ورته برابره شوې ده.

دوی زیاتوي، هره ورځ شاوخوا ۱۰۰۰ عاید لاسته راوړي چې تر یو بریده یې اقتصادي ستونزې هواروي.

دوی د طالبانو له حکومت او پانګوالو غوښتنه کوي چې د داسې نوښتونو په رامنځته کولو سره دې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

د يادونې وړ ده چې تردې وړاندې کندهار کې په عام او خاص ټکسي موټرو کې لسګونه د غلا او نورو جنايي جرمونو پېښې ثبت شوي، خو د مسوولينو په وينا چې له دې وروسته غواړي له همدې لارې د پېښو ګراف راټيټ کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه