د ارزګان په یو شمیر روغتیایي مرکزونو کې د متخصص ډاکټرانو نشتون خلک له ستونزو سره مخ کړي

اطلاعات روز: ارزګان کې خلک شکایت کوي چې د دغه ولایت په ډیری روغتیایي مرکزونه کې د یو شمیر ناروغیو متخصص ډاکټران شتون نه لري چې له کبله یې د دوی سمه درملنه نه کېږي او د ګړاو سره مخ دي.

محمد نبي چې د ارزګان اوسیدونکی دی وايي، چې د ولایت او ولسوالیو په ډیری روغتیایي مرکزونو کې د هډوکو، سترګو او پوستکي په ګډون د ګڼو نورو ناروغيو متخصص ډاکټران شتون نه لري.

نوموړي وویل: «ارزګان ولايت کې ډاکټر نشته نه د هډو ډاکټر شته نه د سترګو د درملنې ډاکټر شته نه د جلدي ناروغيو ډاکټر شته زما په پښه کې سیخان بسته دي په ټول ولايت کې ډاکټر نشته چې دغه سيخان راوباسي زه مجبوره يم چې کندهار ته ولاړ شم.»

دی د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د دوی ستونزو ته دې پام وکړي.

د دې ولایت یو بل اوسیدونکی محمد شفیق هم له ورته ستونزې شکایت کوي او وایي، چې دغلته هیڅ د سترګو ناروغیو ډاکټر نشته دی.

ده وویل: «هيڅ ډاکټر نشته زما لور د سترګو ناروغي لري اوس یې کندهار ته وړم نه د سترګو نه د غوږو نه د هډوکو ډاکټر شته.»

نموړی او د ارزګان یو شمیر نور اوسیدونکي د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د دغه ولایت په روغتیایي مرکزونو کې دې د متخصص ډاکټرانو د کمښت ستونزه حل کړي ترڅو خلک خپله درملنه همدلته وکړي.

ځايي طالب مسوولين هم منې چې د يو شمير ناروغيو متخصص ډاکټران په روغتونو کې شتون نه لري.

د دې ولايت لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ريیس ډاکټر محمدالله روحاني وايي، چې دامهال د ارزګان د روغتيايي مرکزونو تمويل په ټيټ درجه خدمتونو کې کېږي او کوښښ کوي ترڅو تمويل کوونکي موسېسې وهڅوي ترڅو دولتي روغتونونو ته د لوړي درجې امتياز ورکړي.

نوموړی وايي، چې دامهال یوازې ددې ولايت په مرکز او دهراوود ولسوالۍ کې دوه روغتيايي کلينکونه د نورو په پرتله مجهز دي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د ارزګان اوسيدونکو د ښځينه ډاکټرانو د کمښت څخه هم شکايتونه کړي چې لا یې غوښتنې ته پام نه دی شوی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه