اطلاعات روز: د غلامۍ د نړيوال شاخص پر اساس د نړۍ په کچه شمالي کوريا، اريتريا او موريتانيا هغه هيوادونه دي چې موډرنه غلامي پکې ډېره زياته ده. د ياد شاخص له مخې وضعيت تر پنځه کاله پخوا نور هم «خراب» شوی دی.
د واک فري (Walk Free) په نوم د بشري حقونو خيريه موسېسې نن (سېشنبه، ۳ د غبرګولي) د دغه څیړنیز راپور په خپرولو سره ویلي، چې تقريبا ۵۰ ميليونه خلکو د ۲۰۲۱ پر مهال «د موډرن غلامۍ په شرايطو کې ژوند کاوه.» دا شميرې ښيي چې د ۲۰۱۶ کال د وروستي راپور تر خپرېدو وروسته په ياد شمېر کې ۱۰ ميليونه زياتوالی راغلی دی.
شميرې ښيي چې شاوخوا ۲۸ ميليونه وګړي په جبري توګه کار کوي او ۲۲ ميليونه خلک په جبري واده اخته دي.
څېړنه وايي، چې «د زياتېدونکو او پېچلو وسله والو شخړو او چاپېريالي ويجاړۍ له کبله» وضعيت مخ پر خرابېدو دی. د څېړنې په وينا چې د نورو عواملو تر څنګ کرونا وبا هم اغېز لري.
د واک فري (Walk Free) له لوري چمتو شوی راپور، «جبري کار، جبري يا خدمتګارانه واده، د قرض مرېيتوب، په سوداګريزه توګه جبري جنسي استحصال، انساني قاچاق، د مرېيتوب په څېر کارونه او د ماشومانو پلور او استحصال» د موډرنې غلامۍ په توګه تعريفوي.
په دې توګه له ياد راپور سره سم، په شمالي کوريا کې موډرنه غلامي تر ټولو په لوړه کچه (په هرو زرو کسانو کې ۱۰۴.۶) کې ده.
تر دې وروسته اريتيريا (۹۰.۳) او موريتانيا (۳۲) ده چې د ۱۹۸۱ پر مهال وروستی هيواد و چې ارثي غلامي يې غير قانوني اعلان کړه.
لومړني لس هيوادونه «د مدني ازاديو او بشري حقونو د کم خونديتوب» په شمول ځينې مشترکات لري.
د مودرنې غلامۍ لرونکي ډېری هيوادونه په هغو «ناارامه» سيمو کې دي چې له شخړو او سياسي بې ثباتۍ سره مخ دي. په دې هيوادونو کې د کډوالو او مهاجرو کارګرو په څېر زيات شمېر «متضرر وګړي» مېشت دي.
د نړۍ په لومړيو لسو هيوادونو کې سعودي عرب، متحده عربي امارات او کويټ هم شامل دي، چيرته چې د کډوالو کارګرو کاري حقونه د «کفاله» د مالي ملاتړ سيسټم له لوري محدود کړای شوي دي.
په لومړنيو لسو هيوادونو کې نور هيوادونه ترکيه، تاجکستان، روسيه او افغانستان دي.
د راپور په وينا، که څه هم جبري کار په کم عايد لرونکو هيوادونو کې زيات دی، خو له زيات عايد لرونکو هيوادونو سره په «ژوره توګه» تړاو لري. راپور وايي چې د جبري کار دوه پر درېيمه برخه قضيې له نړيوال اکمالاتي ځنځير (Global Supply Chains) سره تړاو لري.
راپور زياتوي چې جي شل هيوادونه – اروپايي اتحاديه او د نړۍ ۱۹ مخکښ اقتصادي هيوادونه – د ۴۶۸ بيليونه ډالرو په ارزښت کوم واردات لري، خطر دادی چې دا د جبري کار په وسيله توليد شوي دي. په مخکيني راپور کې ۳۵۴ بيليونه ډالره ياد شوي و.
د واک فري ډلې بنسټګرې ګرېس فوريسټ ويلي، چې «په حقيقت کې موډرنه غلامي د سختې نابرابرۍ څرګندونه کوي او دا د واک يوه هنداره ده چې ښيي په کومه ټولنه کې څوک ترې برخمن دی او څوک نه دی.»
