د طالبانو له لوري د ښځو پر کار بنديز؛ د ملګرو ملتونو ښځينه څانګه: له نارينه ټيمونو سره به کار ونه کړو

اطلاعات روز: افغانستان کې د ملګرو ملتونو ښځينه څانګه وايي، دا بنسټ د ښځو پر کار د بنديز له وجې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو تر نورو دفترونو په پرتله په زياته کچه اغېزمن شوی، خو چمتو نه دی چې له نارينه ټيمونو سره يو ځای کار وکړي.

دې سازمان نن (دوشنبه، ۱ غبرګولي) د اعلاميو په خپرولو سره ويلي، چې له افغانستان پرته د نړۍ په هيڅ ګوښه کې هم د ملګرو ملتونو ماموريت نه دی ننګول شوی.

د ملګرو ملتونو ښځينه څانګه چې د ملګرو ملتونو د ښځو په نوم يادېږي، د دې سازمان له دفترونو سره د ښځو پر کار بنديز پر ښځينه حقونو وروستی تېری ګڼلی او ويلي يې دي چې دا بنديز «هغه ارزښتونه نقض کوي چې موږ پرې باور لرو او پر بنسټ يې نړيواله ټولنه را منځته شوې.»

د دې بنسټ په وينا، د طالبانو وروستی بنديز د هغو احکامو او چلندونو اوج دی چې موخه يې له ټولنيز ژوند څخه د افغانستان د ښځو او نجونو حذفول دي.

د ملګرو ملتونو ښځينه څانګې زياته کړې چې د دې څانګې ۷۰ سلنه کارکوونکې ښځې دي او همدا راز د ملګرو ملتونو د ټولو دفترونو پنځه سلنه ښځې جوړوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو په اعلاميه کې ويل شوي: «د ملګرو ملتونو ښځې په مشخصه توګه د هغو بنديزونو تر اغېز لاندې راغلي چې موخه يې ښځې دي خو له نارينه ټيمونو سره به کار ونه کړو. موږ له ښځو سره د يو ځای کار کولو له اصولي تګلارې څخه نه تېرېږو.»

دې بنسټ زياته کړې چې هره هڅه به کوي تر څو ډاډ تر لاسه کړي چې مرستې د ښځو او نجونو پر ژوند اغېز کوي.

د ملګرو ملتونو ښځينه څانګې د اعلاميې په وروستيو کې ويلي: «په افغانستان کې د ښځو د حقونو مبارزه يوازې د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره نه ده. دا مبارزه په نړۍ کې د هرې هغې ښځې د حقونو لپاره ده چې يوازې د ښځينه‌توب له وجې ظلم ورسره کېږي او چوپ پاتې کېږي.»

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې له خپلو لومړنيو حقونو بې برخې شوې دي. اوس مهال ښځې او نجونې د زده کړې، تحصيل او کار کولو اجازه نه لري.

سره له دې چې طالبانو بيا – بيا ويلي، چې دا بنديزونه لنډمهالي دي، خو روښانه نه ده چې څه وخت به لغوه کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه