اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې «ناپیژانده وسله والو» یو قومي مشر په ډزو وژلی دی.
د ارزګان لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ مرستیال امین الله وایي، یاد قومي مشر تېره شپه (جمعه، ۲۹ د غویي) ۹:۰۰ بجې د خاص ارزګان ولسوالۍ اړوند د «زاړه بازار» سیمه کې وژل شوی دی.
نوموړي یاد قومي مشر د روزي خان په نوم یاد کړ او زیاته یې کړه چې هغه د ناپیژانده وسله والو په برید کې وژل شوی دی.
هغه وويل، چې روزي خان په تېر او اوسني نظام کې کومه رسمي دنده نه درلوده او نه یې هم له چا سره شخصي دښمني وه.
امین الله وایي، چې د دوی امنیتي ځواکونو د قاتلینو د نیولو هڅې پېل کړې دي.
په همدې حال کې یوې سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې روزي خان له کلونو راهېسې په سیمه کې د یوه مخور په توګه پېژندل کېده او د ګڼو روغو جوړو موضوعاتو منځګړيتوب یې کړی او که قاتلین یې ونه نيول شي په سيمه کې به ګډوډي رامنځته شي.
