اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي چې د دې ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې یوه کس خپله میرمن د تبر په ګوزار وژلې ده.
د یاد ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال محمد قاسم ریاض وایي، پیښه تېره شپه (جمعه، ۲۹ د غویي) د هلمند موسی کلا ولسوالۍ اړوند د «توغي شباروز» په کلي کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي یاد کس د کورني تاوتریخوالي له کبله خپله ښځه په خپل کور کې د تبر په ګوزار وژلې ده.
د ریاض د معلوماتو پر اساس په قتل تورن کس د طالبانو امنیتي کسانو له لوري نیول شوی دی.
هیواد کې د تعلیمي کچې ټیټوالی، فقر، بې کاري او په کم عمر کې د نجونو ودول ډیر کله د داسې پیښو ستر لاملونه بلل کېږي.
