طالبانو ته د ايران د ولسمشر خبرداری: هلمند سيند کې د حقابې په اړه مې خبرې جدي وګڼئ

تسنیم خبري اژانس

اطلاعات روز: د افغانستان او ايران تر منځ د اوبو پر سر د لانجې په دوام، ايراني ولسمشر ابراهيم رييسي طالبانو ته «خبرداری» ورکړی او ويلي يې دي چې خبرې يې جدي وګڼي او وروسته دې ګيله نه کوي.

رييسي سيستان او بلوچستان ولايت ته په خپل سفر کې ويلي: «د افغانستان واکمنو ته اخطار ورکوم چې د سيستان د خلکو حق دې ژر ورکړي.»

نموړي زياته کړې چې د سيستان خلک په هلمند سيند کې کومه حقابه لري هغه په وخت پسې نشي تړل کېدلای.

رييسي زياته کړې چې ايران د اوبو په نشتون کې خبره نه کوي، خو «که اوبه وي، د خلکو حق بايد بيا ورکړل شي او اجازه نه ورکوو چې ضايع شي».

رييسي طالبانو ته ويلي: «د دې بنده دا عرض جدي وګڼئ او بيا به ګيله نه کوئ چې موږ ته نه دي ويل شوي او د ډيپلوماسۍ له لارې او وخت په تېرېدو سره دا مسئله حل کېدلای شي.»

د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان سيستان او بلوچستان ته د خپل سفر پر مهال ويلي، چې د دې هيواد غوښتنه له طالبانو داده چې د هلمند د کجکي اوبو دروازې دې خلاصې کړي.

عبداللهيان د طالبانو د بهرنيو چارو له سرپرست وزير امير خان متقي سره خپلو خبرو ته اشاره کړې او ويلي يې دي: «د افغانستان له لوري مو ښکاره غوښتنه داده چې وخت له لاسه نه دی وتلی، د کجکي بند دروازې دې خلاصې کړي تر څو يې هم خپل خلک چې په دې مسير کې دي او هم د سيستان خلک خړوب شي.»

د ايران د بهرنيو چارو د وزير په وينا، «د افغانستان لوری» ادعا کوي چې د کجکي په بند کې کافي اوبه نشته. د عبداللهيان په وينا، يو ګډ تخنيکي ټيم بايد د کجکي بند اوبه مشخصې کړي.

ده زياته کړې چې ټاکل شوې ده يو ايرانی پلاوی کجکي بند وګوري او تر دې وروسته به پرېکړه کېږي چې اوبه شته او که نه.

عبداللهيان وايي، چې د ايران د ولسمشر ټينګه غوښتنه داده چې له هلمند سيند څخه د دې هيواد د حقابې اخيستلو لپاره بايد له طالبانو سره په تعاملاتو کې له هر ابزار څخه استفاده وشي.

عبداللهيان له متقي سره په خبرو کې هم ويلي، چې «د افغانستان له لوري د اوبو پرېښودل او په عملي توګه د ايراني حقابې تأمينول د ايران د اسلامي جمهوريت جدي غوښتنه ده او دا چاره پر خپلمنځي اړيکو اغېز لري.»

د ايران د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې ايران د هلمند سيند د اوبو په اړه د ۱۳۵۱ کال د تړون د وړانديز شويو بندونو پر بشپړې اجرا ټينګار کړی دی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه ويلي، چې متقي له عبداللهيان سره د خبرو-اترو پر مهال د اوبو او د هيواد په لوېديځو برخو کې د ورښت د کمښت خبره کړې او همدا راز يې «د اوبو په اړه د دواړو دولتونو تر منځ د شته هوکړه لیکونو په چارچوب کې د افغانستان پر رسمي دريځ ټينګار کړی دی».

افغانستان او ايران د هلمند سيند د اوبو د وېش په اړه په ۱۳۵۱ لمريز کال کې تړون لاسليک کړی دی.

په کابل کې د ايران سفير او ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي وايي، چې د دې تړون له مخې بايد په آبي کلونو کې له افغانستانه ايران ته په کلني ډول ۸۲۰ ميليونه متر مکعبه اوبه ولاړې شي، خو تېر کال دې هيواد ۲۷ ميليونه متر مکعبه اوبه تر لاسه کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه