ارزګان کې طالبانو د پوهنې رییس: له احتیاجه د خلاصون لپاره باید عصري زده کړو ته پام وکړو

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو د پوهنې رییس دغلته د مدرسو د پرانستلو یوې غونډه کې د هیواد د پرمختګ لپاره د عصري زده کړو په کولو ټینګار وکړ، خو د دغه ولایت لپاره د طالبانو والي بیا دیني زده کړې مهمې او د نړۍ د ماتې لامل وبللې.

د ارزګان د پوهنې رییس شمس الله کامران نن (پنج‌شنبه، ۲۸ د غویي) یاده غونډه کې د خپلو څرګندونو پرمهال وویل، چې د نورو د احتیاجه د خلاصون او د هیواد د پرمختګ لپاره باید عصري زده کړې ترسره شي.

نوموړی غوښتنه وکړه چې د مدرسې او ښوونځي ترمنځ باید توپیري چلند ونه شي.

کامران وویل: «يوازې باید موږ او تاسو د يوې مدرسې کسان په نظام کې ځانونه ونه وينو زما خپله نظر دادی چې باید د امارت او اسلام په چوکاټ کې دغه عصري زده کړې هم له پامه ونه غورځوو پوهنتون او کوم ښوونځي چې شتون لري باید دغو ته ديني عالمان په داسې نظر وګوري چې داهم زموږ او ستاسو د زده کړي يو برخه ده.»

خو په دغه جوړه شوې غونډه کې د ارزګان لپاره د طالبانو والي علي جان احمد بیا ديني زده کړې اړينې يادې کړې او ویې ویل چې نړيوالو ته افغانانو د ديني علم پر مټ ماتې ورکړې.

هغه وويل: «د دين په زده کړه زيات ځانونه ستړي کړئ نن چې تاسو د دنيا مقابله وکړه د دغه دين برکت دی که دغه دين نه وی ولاکه تاسو د اسلام نوم هم پیژندلی وی.»

ورته مهال ارزګان کې عام خلک د پوهنې رياست د ریيس د تازه څرګندونو هرکلی کوي او زياتوي چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو د پرانستلو ترڅنګ دې عصري زده کړې تر هره کوره ورسول شي.

د دې ولایت یوه اوسیدونکي محمد غوث زیاته کړه: «د پرمختګ لپاره باید عصري زده کړې هم نارينه هم ښځې وکړي ځکه چې ښځه په ټولنه کې دومره واک لري چې خپلې ټولنې ته ښه روزنه ورکولای شي.»

د عصري زده کړو په اړه یادې څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي تړلي او وایي، چې د یوې طرحې تر جوړیدو وروسته به د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه