اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د استازو مجلس د بهرنيو کميټې دوه لوړ پوړي غړي کولای شي له افغانستانه د امريکا د وتلو په اړه ايډيټ شوي محرم اسناد وګوري.
د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس مايک مک کال د هغو پيغامونو د منځپانګې غوښتنه کړې وه چې له افغانستانه د وتلو پر مهال د امريکايي ډیپلوماټانو تر منځ د «مخالف چينل» له لارې تبادله شوي و.
مک کال ګواښ کړی و چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير آنټوني بلينکن به د دې اطلاعاتو د خپرېدو د مخنيوي په خاطر کانګرس ته د سپکاوي له تور سره مخ کړي.
د رويټرز په وينا، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند ودانت پاټيل پرون (چهارشنبه، ۲۷ د غویي) خبريالانو ته ويلي، چې د بهرنيو چارو وزارت مک کال او ګرګوري ميکس ته اجازه ورکوي چې له مخالف کانال څخه د استفاده کوونکو د هويت د خونديتوب په خاطر ايډيټ شوې بڼه وګوري.
مک کال له سي اين اين سره په مرکه کې ويلي، چې د محرمو پيغامونو د لاسرسي په برخه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وړانديز يو پرمختګ دی. که دا وزارت موافقه وکړي چې ټولې کميټې ته د دې پيغامونو د ليدلو اجازه ورکړي، «نو زه فکر کوم چې موږ يوه قضايي دعوه په محکمه کې حل کړې ده.»
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د دې هيواد د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې ته په يوه ليک کې ويلي چې دا مواد به ژر تر ژره ورته وسپاري.
دې وزارت ويلي: «وزارت ستاسو غوښتنو ته د ځواب ويلو لپاره له کميټې سره پراخ تعامل کړی دی. موږ ګڼې توجيهي غونډې، په زرګونو پاڼې سندونه او د وزارت د لوړپوړو مشرانو عمومي شهادت وړاندې کړی دی.»
مک کال له افغانستانه د امريکا د وتلو په اړه څېړنې پېل کړې دي.
جمهوريت غوښتونکي او يو شمېر ډيموکراټان وايي، چې د هغو بې نظمه عملياتو په اړه بشپړ راپور نه دی ورکړل شوی چې له امله يې د کابل په هوايي ډګر کې ۱۳ امريکايي نظاميان ووژل شول.
