اطلاعات روز: د طالبانو د رییس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د ملا حسن آخوند پر ځای د دې ډلې د کابينې سرپرست ټاکل شوی دی.
د مولوي عبدالکبير د دفتر رييس حسن حقيار اطلاعات روز ورځپاڼې ته د يوه پيغام له لارې دا بدلون تاييد کړ خو په دې اړه يې نور جزييات نه دي ورکړي. د ده په وينا، عبدالکبیر د «کفیل» په توګه ټاکل شوی دی.
ويل کېږي چې ملا حسن آخوند ناروغ دی او اوس مهال په کندهار کې دی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بي بي سي ته ويلي، چې د دې ډلې رییس الورزا د اختر په رخصتيو کندهار ته تللی او هلته د ناروغۍ له وجې استراحت کوي.
حسن آخوند د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر مياشت کې د دې ډلې د حکومت له جوړېدو راهيسې د طالبانو رییس الوزرا (لومړی وزیر) دی.
ده په وروستي ځل په کندهار کې د قطر له لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثانی او د بهرنيو چارو له وزير سره لیدلي و، چې د دې ليدنې ويډيو يې هم خپره شوې وه.
