اطلاعات روز: د بښنې نړيوال سازمان وايي، چې تېر کال ۸۸۳ کسانو ته د مرګ سزاوې ورکړل شوې دي چې دا په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو لوړه شمېره ده. د دې سازمان په راپور کې افغانستان د هغه هیوادونو په ډله کې شامل شوی چې بیرته یې د مرګ سزاوې پېل کړي دي.
یاد سازمان همدا راز د مخدره توکو د مجرمينو لپاره د مرګ د سزاوو پر زياتېدلو هم اندېښنه ښودلې ده.
د بښنې نړيوال سازمان نن (سېشنبې، ۲۶ د غویي) د مرګ د سزا په اړه په خپل کلني راپور کې وويل، چې د اعدامونو شمېر د ۲۰۲۱ کال په پرتله ۵۰ سلنه زيات شوی دی. د دې سازمان په وينا چې په دې کې هغه زرګونه مرګونې سزاوې نه دي شاملې چې فکر کېږي په چين کې ورکړل شوې دي.
د حقونو ډلې وايي، چې له چين څخه دباندې د مرګ د سزاوو ۹۰ سلنه د منځني ختيځ او شمالي افريقا په يوازي دریو هيوادونو کې ورکړل شوې دي.
ايران تېر کال ۵۷۶ (په ۲۰۲۱ کې ۳۱۴)، سعودي عرب ۱۹۶ (په ۲۰۲۱ کې ۶۵) او مصر ۲۴ کسان اعدام کړي دي.
د بښنې نړيوال سازمان ويلي، چې په سعودي کې د مرګ سزاوې د تېرو ۳۰ کلونو پر مهال په تر ټولو لوړه کچه کې وې.
په ټوله کې ۲۰ داسې هيوادونه ياد شوي چې تېر کال يې د مرګ سزاوې ورکړي، په دې کې د افغانستان په شمول پنځه داسې هيوادونه دي چې بيرته يې د مرګ د سزاوو ورکول پېل کړي دي. نور هيوادونه کويټ، ميانمار، د فلسطين دولت او سينګاپور دي. همدا راز بوسټانا، متحده عربي اماراتو او عمان په ۲۰۲۱ کې د مرګ سزاوې ورکړې دي، خو په ۲۰۲۲ کې څوک نه دي اعدام کړي.
همدا راز د بښنې نړيوال سازمان ويلي، چې په افغانستان کې په عامه محضر کې د مرګ درې سزاوې ثبت شوې دي.
د بښنې نړيوال سازمان زياته کړې، چې تېر کال د مرګ ۴۰ سلنه سزاوې له مخدره توکو سره اړوند جرمونو کې ورکړل شوې دي چې ۲۵۵ يې په ايران، ۵۷ په سعودي او ۱۱ په سينګاپور کې دي. همدا راز د دې سازمان په وينا چې په چين او وينام کې هم خلک د مخدره توکو په جرم اعدام شوي، خو په دې هيوادونو کې لا هم د مرګ سزا يو دولتي راز دی.
د بښنې د نړيوال سازمان له راپور سره سم شپږو هيوادونو قزاقستان، پاپوا نيو ګيني، سيرا ليوني، د مرکزي افريقا جمهوريت، قطبي ګوينيا او زاميا د مرګ سزاوې په بشپړه توګه او يا هم تر يوه حده له منځه وړې دي.
ماليزيا هم د مرګونو سزاوو د ختمولو په تړاو اقدامات کړي دي.
