ارزګانۍ نجونې د زده کړو برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي

ارزګان کې تر اووم ټولګي ښکته زده کوونکې شکایت کوي چې د دوی په ښوونځیو کې ښځینه ښوونکې کمې او د درسي توکو نشتون له امله یې زده کړییز بهیر اغیزمن شوی دی.

د ارزګان ولايت د شاه منصور ابتدایه ښوونځي زده کوونکې ظريفه وايي، چې په ښوونځي کې یې ښځينه ښوونکې کمې دي او زياتوي چې د يادې ستونزې له امله د دوی د زده کړو بهير هم له ستونزو سره مخامخ شوی دی.

نوموړې وایي، نه يوازې دا چې د ښځينه ښوونکو له کمښت سره مخ دي بلکې په ښوونځي کې هيڅ تدریسي توکي نه لري او ډيری وخت له تدريس پرته کورونو ته ستنيږي.

هغه له طالب مسوولينو غوښتنه کوي د نورو ستونزو د حل ترڅنګ دې دوی ته ښځینه ښوونکې په دندو وګماري.

ظریفې وویل: «په ښوونځي کې نه فرش لرو نه ښوونکي لرو نه کتابونه لرو او نه هم کتابچې لرو موږ د مسوولينو څخه غواړو چې زموږ ستونزه ژر ترژره حل کړي ځکه تعليم پر نر او ښځه فرض دی.»

د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د ملالۍ لېسې ښځینه زده کوونکې

د دې ترڅنک د ارزګان ولايت په ملالۍ ښځينه عالي لېسه کې هم زده کوونکي له ورته ستونزو څخه شکايت کوي اوپه خبره يې چې د طالبانو له واک ته رسيدو وروسته يې ګڼې ښځينه ښوونکې له هېواد څخه وتلي او دوی اوس له ستونزو سره مخ دي.

د دې لېسې يوه زده کوونکې شازيه چې دامهال په پنځم ټولګي کې زده کړې کوي وايي، چې تر سياسي بدلون وروسته يې ان د ښوونځي مديرې هم دنده پرېيښې او له افغانستان څخه وتلي ده.

هغه زیاتوي، دا مهال دوې نه يوازې د ښوونکو له کمښت سره مخ دي بلکې د زده کړو لپاره درسي کتابونه او قرطاسیه هم نه لري.

دغه زده کوونکې د طالبانو له حکومت او نړيوالو مرسته کوونکو ادارو څخه غوښتنه کوي چې په ښځينه ښوونځيو کې دې د دوی ستونزې حل کړي او د زده کړو منظم چاپیريال دې ورته برابره کړي.

هغې زياته کړه: «کله چې سياسي بدلون راغلی زموږ ښځينه ښوونکو افغانستان پرېیښی آن زموږ د لېسې مديره صاحبه هم ولاړه موږ د پخوا څخه د ښوونکو له کمښت سره مخامخ وو خو تر سياسي بدلون وروسته زموږ دغه ستونزه ډيره لويه شوه او لاهم پر خپل ځای پاتې ده.»

ترینکوټ کې د شاه منصور ابتدایه ښوونځي زده کوونکې

ارزګان کې داسې مهال زده کوونکې په خپلو ښوونځيو کې د ښځينه ښوونکو له کمښت شکايت کوي چې طالبانو د څه باندې ۶۰۰ ورځو له تیریدو وروسته لام هم تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړې او معلومه نه ده چې د ټولو نجونو پرمخ به کله د ښوونځیو دروازې پرانستل کېږي.

يو تن فعال محمدکمال عليزی بیا د اندیښنې په څرګندولو سره وایي، که طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه ورنه کړي نه يوازې به په ښوونځيو کې ښځينه ښوونکې کمې شي بلکې په تدريجي ډول به په ټول هېواد کې ښځينه باسواده قشر له منځه ولاړ شي او بیا به د ستونزې حل کول وخت ونيسي.

هغه د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې په افغانستان کې د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې خلاصې کړي.

نوموړي وويل: «دا نه يوازې په ارزګان ولايت کې د ښځينه ښوونکو د کمښت ستونزه ده دلته اساسي انديښنه داده چې ژر به په ټولو برخو کې زموږ د ښځينه قشر د کمښت ستونزه راپورته شي ځکه څه تعليم لرونکي ښځې چې وې هغه له هېواد څخه وتلي او ټولنې ته نوې تعليم لرونکو نجونو ليږد پروسه بنده شوه په ټولو برخو کې به ورځ په ورځ کمښت احساس شي چې د دغې تشي ډکول به کلونه وخت ونيسي په کار ده چې سر له نن څخه په ټول هېواد کې د نارينه وو په څير نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.»

د ملالۍ لېسې د ابتدایه ټولګیو زده کوونکې د رخصتیدو په حال کې

دغه راز ارزګان کې د طالبانو د پوهنې رياست مسوولين هم تاييدوي چې په دې ولايت کې په ښځينه ښوونځيو کې زده کوونکې د نورو ستونزو ترڅنګ د ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

د دې ولايت د پوهنې رياست لپاره د طالبانو ریيس شمس الله کامران وايي، چې د يو شمير ښځينه ښوونځيو له زده کوونکو او ښوونکو سره يې ليدلي او د هغوی ستونزې یې د پوهنې وزارت له مسوولینو سره شریکې کړي او هېله لري چې ژر به حل شي.

کامران وویل: «ما خپله د بېلابېلو ښوونځيو د زده کوونکو سره ليدنې ترسره کړي هغوی د بېلابېلو برخو ستونزې راسره شريکې کړې، موږ د يونيسف موسېسې څخه غوښتنه کوو چې دغه ستونزې راسره په ګډه حل کړي.»

ترینکوټ کې د ملالۍ لېسې زده کوونکې د زده کړو په حال کې

طالب چارواکو بار بار ژمنې کړي چې د «اسلامي شریعت» په رڼا کې دیني او عصري زده کړو ته زمینه برابروي.

خو داسې ښکاري چې دغې ډلې یوازې خپلو «جهادي مدرسو» ته پام زیات کړی او ښوونځیو ته په تېره بیا د نجونو زده کړو ته هغه ډول چې لازمه ده پام نه دی کړی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه