اطلاعات روز: کندهار ښار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ښار لومړۍ حوزې اړوند سیمه کې یوه ۳۰ کلن ځوان ځان وژلی دی.
یوې سرچینې وویل، دغه پیښه تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۰ د غویي) د کندهار ښار لومړۍ حوزې اړوند د لویې ویالې سیمې «اخندزاده» کلي رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، د نوید احمد کندهاري په نوم یوه ۳۰ کلن ځوان د «پوروړو» له کبله ځان له بامه غورځولی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی.
د سرچینو په وینا، چي نوید شاوخوا ۸۰ زره ډالره پوروړی و او د اقتصادي ستونزو له وجې یې نه شوای کولای دغه قرضونه پرې کړي.
دغه راز کندهار کې د طالبانو ولایتي مسوولین هم دغه پېښه تاییدوي او وایي، چې په همدې تړاو یې پلټنې پېل کړي دي.
هیواد کې فقر، بې کاري او اقتصادي ستونزې د ځان وژنې اصلي لاملونه بلل کېږي.
