ننګرهار کې خلک شکایت کوي چې طالبان له دوی سره شوې بشري مرستې پلوري

د ننګرهار په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې ځایي خلک شکایت کوي، چې د طالبانو سیمه ییز چارواکي د سیلاب ځپلو او نورو اړمنو کورنیو لپاره د خیریه بنسټونو او نړیوالو مرستندویه ادارو له لوري شوې بشري مرستې په بازار کې پلوري.

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار اوسیدونکی عبدالحق ادعا کوي، چې په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې یو شمېر خیریه بنسټونه او سازمانونه چې د بشردوستانه مرستو د وېش په برخه کې فعالیت لري، مخکې تردې چې د مرستې رسونې بهیر پېل کړي د طالبانو د سیمه ییزو یو شمېر چارواکو لپاره د مرستو ځانګړې برخه په نظر کې نیسي.

عبدالحق زیاتوي: «د ننګرهار په زیاتره ولسوالیو کې چې د سیلاب ځپلو او دغه راز زلزله ځپلو او یا د طبیعي پېښو نورو زیانمنو کورنیو سره مرسته کیږي، نو زیاتره یې تر اړمنو کورنیو نه رسیږي او دغه مرستې طالبان په خپل منځ کې ویشي او یا داسې کوي چې په هره ویشونکي مرسته کې د دوی پلویان او یا ځایي چارواکي نه وي؛ نو بیا ورته د فعالیت اجازه هم نه ورکوي چې دا یوه لویه ستونزه ده او زیاتره مرستې چې وړه او غوړي پکې وي دوی یې بیا په بازار کې پلوري.»

د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اوسیدونکی افتخار احمد هم له ورته ستونزې شکایت کوي او وایي، ډیر کله دا ډول بشري مرستې نه یوازې طالبان یې له ترلاسه کولو وروسته په بازار کې پلوري بلکې زیاتره دا ډول مرستې د طالبانو په خپلو خپلوان او پلویانو ویشل کیږي.

افتخار احمد زیاته کړه: «په مومندرې ولسوالۍ کې څه موده وړاندې خوراکي توکي ویشل کیدل نو زمونږ د ولسوالۍ قومندان او نورو طالبانو اجازه نه ورکوله چې یاد مواد وویشي او لامل یې دا و، چې په یادو بشری مرستو کې د طالبانو پلویان او یا په خپله طالبان نه و لیکل شوي؛ چې وروسته یې په زوره د شل کسانو لپاره د مرستو کارتونه له موسېسې ترلاسه کړل او بیا یې مواد واخیستل دا ډول کړنې زیاتره په لېرې پرتو ولسوالیو کې ترسره کیږي او لامل یې د لوړپوړو طالب چارواکو بې غوري ده.»

ننګرهار کې خلک ادعا کوي، چې طالبان خیریه بنسټونو ته تر هغې د مرستو د ویش اجازه نه ورکوي ترڅو دوی ته خپله برخه نه ور نه کړي

د دغه ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی اکرام الله وایي، په یاده ولسوالۍ کې ډیر کله د بشري مرستو له ویش څو ورځې وړاندې ځایي طالبان پر خلکو او خاص ډول دوکاندارانو د مرستو په نامه ځانګړي کارتونه په نغدو پېسو پلوري.

هغه د یو ځایي طالب قومندان کېسه هم کوي چې یوه اوونۍ وړاندې یې د بشردوستانه مرستو شاوخوا ۳۰ کارتونه په یوه هټۍ وال پلورلي او بیا یې ترې په بدل کې نغدې پېسې ترلاسه کړې دي.

اکرام الله زیاته کړه: «د ننګرهار په زیاتره ولسوالیو کې طالبان داسې کوي چې د بشري مرستو له ویش مخکې ځانګړي کارتونه ورکول کیږي، ځایي طالب قومندانان بیا دا کارتونه له مرستو له ویشونکو ترلاسه کوي او بیا یې په خلکو پلوري؛ زمونږ په ولسوالۍ په خپله یوه اوونۍ وړاندې یو ځایي طالب قومندان و چې شاوخوا ۳۰کارتونه یې په یو دوکاندار پلورلي او دهر کار پر سر یې ترې لس زره افغانۍ ترلاسه کړې وې چې دا مسئله په ولسوالیو کې ډیر کله د قومندانانو او یا د عادي طالبانو له لوري ترسره کیږي.»

د دغه ولایت د بهسودو ولسوالۍ اوسیدونکی عزیز الله ادعا کوي، چې د دوی په ولسوالۍ کې هغه مرستې چې د طالبانو د ولسوال ورور په بازار کې پلورلي، وریجې، دال، لوبیا او غوړي پکې شامل دي چې د یوه خیریه بنسټ، عزیزي بانک او اسلامي بانک نه یې ترلاسه کړې وې.

نوموړی وايي، چې په ننګرهار کې ډېری بشري مرستې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو له لوري په آزاد بازار کې پلورل کیږي.

د هغه د ویناو پربنسټ، ډیری خلک او مرستندویه بنسټونه د طالبانو له دې کار څخه خبر دي، خو د وېرې له امله څه نشي ویلای.

عزیزالله زیاته کړه: «ټولې بشري مرستې طالبان یا په خپل منځ کې ویشي او یا یې خپلو پلویانو ته ورکوي زمونږ په ولسوالۍ کې د ولسوال ورور زیاتې مرستې په بازار کې وپلورلې چې مختلف خوراکي توکي پکې شامل وو؛ خو له دې هر څه د خیریه بنسټونو مسوولین او دغه راز د بشری مرستو د ویش نړیوالو مرستندویه ادارو کارکوونکي خبر دي خو د طالبانو له ویرې خپل غږ نشي پورته کولای.»

په همدې حال کې د یو خیریه بنسټ مسوول چې د طالبانو له ویرې یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي وایي، چې د مرستو د ویش پرمهال د طالبانو له لوري اړ شوی چې یا په خپله ځایي طالبانو او یا یې خپلوان ته مرستې ورکړي پر ځای د دې چې مستحق یې نه وو.

د هغه په خبره زیاتره خیریه بنسټونه او نورې نړیوالې مرستندویه ادارې چې د بشري مرستو د ویش په برخه کې کار کوي، د طالبانو یادو کړنو په خپلو فعالیتونو پښیمانه کړي دي.

هغه زیاتوي: «زه په خپله څه موده وړاندې بټي کوټ ولسوالۍ ته د مرستو د ویش لپاره تللی وم، هلته راته لومړی د طالبانو له لوري وویل شول که زمونږ خپلوان پکې نه وي نو ته دا مرستې نشې ویشلی؛ بیا مې د هغوی شاوخوا دولس خپلوان په مرستو کې شامل کړل او بیا یې راته اجازه راکړه.»

د خیریه بنسټونو مسوولین وایي، ځایي طالبان د دوی په کارونو کې لاسوهنه کوي او دوی یې له خپله فعالیت پښیمانه کړي دي

 بلخوا ننګرهار کې طالب چارواکي یادې ادعاوې ردوي او وایې، په دغه ولایت کې ټولې بشري مرستې د سروې پر اساس پر اړمنو کورنیو ویشل کیږي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند قاضي ملا عادل وایي، هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې په دغه ولایت کې د بې وزله کورنیو په نامه شوې بشري مرستې په خپلمنځي ډول وویشي.

عادل زیاته کړه: «ننګرهار کې ټولې مرستې په شفاف ډول پر اړمنو کورنیو ویشل کیږي او په دې برخه کې هیچا ته اجازه هم نه ورکوو، چې د بې وزله کورنیو په نامه مرستې دې په نامستحقه کورنیو وویشي او یا دې طالبان په خپلسري ډول دا مرستې په بازار کې وپلوري او یا یې واخلي؛ مونږ په دې برخه کې له پوره رڼوالي کار اخلو.»

تردې وړاندې د هیواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم خلکو د بشردوستانه مرستو د وېش په بهیر کې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو له لاسوهنې شکایتونه کړي او ویلي یې وو، چې د دغو مرستو ډېره لږه برخه په اړمنو کورنیو او خلکو وېشل کیږي.

د طالبانو د حکومت په راتګ سره د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او روان وضعیت اندیښمن کړي اوغوښتنه کوي چې خیریه بنسټونه او نورې مرستندویه ادارې دې له دوی خپلې مرستې نه سپموي

عام وګړي داسې مهال د بشري مرستو پر ویش نیوکه کوي، چې طالب لوړ پوړي چارواکي وایي، هڅه یې پېل کړي چې ټولو افغانانو ته له مرستدویه ادارو مرستې راجلب کړي څو ټولو ته په یوه اندازه مرسته ور ورسوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه