اطلاعات روز: پاکستان کې د لاريونونو په دويمه ورځ لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي، د پوليسو او پوځيانو په ګډون شاوخوا ۲۹۰ نور ژوبل او ۱۹۰۰ لاريونوال له امنيتي ځواکونو سره د نښتو پر مهال نيول شوي دي.
تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۰ د غویي) د پوليسو او د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان د نيونې پر سر د قهرېدلو لاريونوالو تر منځ خونړۍ نښتې روانې وې چې له امله يې د پوليسو د مرکزونو په شمول ګڼې دولتي ودانۍ زيانمنې شوې.
د ډان ورځپاڼې د راپور سره سم عمران خان د ګوند (PTI) د عمومي منشي اسد عمر تر نيونې وروسته د دې ګوند لوړپوړی غړی او مرستيال مشر فواد چوري هم تېره شپه ناوخته د پوليسو له لوري ونيول شو او (PTI) تاييدوي چې د همدې ګوند يو بل مشر او د پاکستان پخوانی د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي هم پوليسو په اسلام اباد کې نيولی دی.
د وضعيت د خرابېدو د مخنيوي لپاره حکومت په پنجاب، خيبر پښتونخوا او اسلام اباد کې پوځ راغوښتی دی.
پر پوځي تاسيساتو تر بريد وروسته د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې کلک غبرګون ښودلی او دا يې د يوې سياسي ډلې «خيانت» بللی دی چې له عامو وګړو د خپلو «محدودو او ځانغوښتونکو» ګټو لپاره استفاده کوي.
د لاريونونو پر مهال قهرېدلو لاريونوالو په اسلام اباد کې د پوليسو يوه دفتر، په لاهور کې د پوليسو يوه مرکز، په پېښور کې د پاکستان راډيو ودانۍ ته اور ورته کړی دی.
که څه هم په اسلام اباد کې د پوليس لاين سيمې پر وړاندې چيرته چې عمران خان ساتل کېږي، لاريونونه روان و خو د پي ټي آی مشر عمران خان د پوليسو په مرکز کې دننه په موقت ډول محکمه شو او محکمې د نورو څېړنو لپاره ملي احتساب ادارې ته وسپاره چې اته نورې ورځې به له هغوی سره زنداني وي.
