اطلاعات روز: د پکتیا ولایت په جانیخېلو ولسوالۍ کې د ۹۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت یو سربند او د اوبو یو کانال له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د سیندیزې حوزې مسوولین وايي، دا پروژه د جانیخېلو ولسوالۍ اړوند «بازي خېلو» سیمه کې د سویس هیواد د پراختیايي همکاریو ادارې په مالي ملاتړ د ۱۷ مترو په اوږدوالي، ۱۱ مترو په پلنوالي او د څلور مترو په ژور والي پلي شوه.
د سندیزې حوزې ریس محمد کریم فاتح زیاته کړه چې له دې کانال او سربند څخه به ۴۰۰ جریبه ځمکه خړوبه او همدا رنګه ۱۷۰۰ کورنۍ به هم ورڅخه ګټه پورته کړي، هغه له نورو همکاره موسېساتو هم د اوبو مدیریت برخه کې د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.
د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي دا ډول رغنیزې پروژې خورا مهمې بولي او غوښتنه کوي چې غرنۍ سیمې ته په کتو دې ورته په نور برخو کې هم کار وشي.
اوس مهال د پکتیا ولایت په ډیری سیمو کې څومره چې لازمه دی د اوبو مدریت برخه کې د پام وړ کار نه دی شوی او اړتیا ته په کتو د ګوتو په شمېر سربندونه، کانالونه او د اوبو ویالې رغول شوې دي.
