مچلغو او پلتو بندونه؛ هغه پروژې چې څو نظامونه یې په جوړېدو بریالي نه شول

په پکتیا ولایت کې مچلغو او پکتیکا کې پلتو د اوبو هغه بندونه دي چې تېرو دوو لسیزو کې یې د وخت واکمنان په جوړېدو بریالي نه شول او لاهم له یو نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

مچلغو بند د پکتیا ولایت په احمدابا ولسوالۍ کې موقعیت لري او پلتو بیا د پکتیکا له مرکز ښرنې سره نږدې ساحه کې شتون لري، چې د دواړو د جوړېدو لپاره په تېر جمهوري نظام کې بودیجه هم ځانګړې شوې وه او پرې د عملي کار سربېره یې بیا هم چارې نیمګړې پاتې دي.

د تېر جمهوري نظام پر مهال په مچلغو او پلتو بندونو د جوړېدو یوه اندازه کار هم ترسره شوی و، خو د طالبانو په راتګ یې روان کارونه هم ځنډیدلي او د ولایتي مسوولینو په خبره چې د دې پروژو سروې او عملي کارونه به یې سږ کال پېل شي.

څو کاله وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال په لومړي ځل د مچلغو بند د جوړېدو قرار داد یو روسي شرکت ته چې د ګلف په نوم یادېده د ۳۰.۷ ميليونه ډالرو په ارزښت په قرار داد ورکړل شو، په هماغه وخت کې د اوبو او بریښنا وزارت چارې اسماعېل خان پر مخ بیولې خو دا شرکت هم د امنیتي ستونزو له امله په دې بریالی نه شو چې د رغونې کارونه یې مخته یوسي.

د مچلغو بند د اوبو کاسې برخه

له دې وروسته د بند د جوړېدو چارې د ډيزاين ايجنسي په نوم یو بل شرکت ته د دوهم ځل لپاره په قرار داد ورکړل شو او دغه شرکت بیا یاد قرار د درې کلونو په ترڅ کې په ۲۲.۹ ميليونه ډالر نيولی و خو دا هم د فساد او امنیتي ستونزو له امله په دې بریالی نه شو.

د پکتیا ولایت اوسېدونکي وايي، که د بند چارې بشپړې او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي، نو د یوې اندازې بریښنا ترڅنګ به په سیمه کې په زیاته اندازه کرنیزه ځمکه هم خوړبه کړي.

د مچلغو بند سیمې یو اوسېدونکي حاجي جنت خان اطلاعات روز ته وویل، که د بند په چارو کې فساد او امنیتي ستونزې نه وای موجودې نو اوس به د سیمې خلک له شته اقتصادي ستونزو خلاص او سلګونه ځوانانو ته به په کرنې برخه کې د کار زمینه هم برابره شوې وه.

نوموړی وايي: «مچلغو بند پروژه د وخت چارواکو د خپل انتخاباتي کمپاین لپاره ډېره کاروله او هر څوک به چې راغلل نو له پکتیا والو سره به یې د بند جوړېدو ژمنه کوله او څو ځله ورباندې کار پېل شو، خو متاسفانه له یوې خوا فساد موجود و او بل لورته امنیتي مشکلات د دې لامل شول چې روان کارونه یې هم په ټپه ودریږي او له هغه وروسته نظام هم سقوط شو.»

مچلغو بند د پکتیا ولایت له هغو پروژو ګڼل کیږي چې خلکو یې بار، بار د وخت له واکمنانو د رغېدو غوښتنه کړې ده، دا بند د درېيم ځل لپاره د ولسمشر غني د واکمنۍ پر مهال  د جمهوري رياست عملياتي ادارې ته په شاوخوا ۴۳ ميليونه ډالر ورکړل شو، چې تر د نورو خلاف یې کارونه یوه اندازه ترسره او د خلکو تمې هم ورته زیاتې شوې.

د مچلغو بند ۱۲ سلنه کار تېر جمهوري حکومت کې د عملیاتي شرکت لخوا ترسره شوی

عملیاتي ادارې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په مصرف د دغه بند نږدې ۱۲ سلنه چارې بشپړې کړې او لامل یې هم طالبانو ته په هماغه وخت کې ۱۰ سلنه پیسو ورکړه وه، خو هیواد کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو او د ولسوالیو له سقوط وروسته د مچلغو بند روان کارونه وځنډېدل او لاهم ځنډېدلي دي.

د یادونې ده، چې له عملیاتي شرکت وړاندې د بند چارې په تېر وخت کې یوازې یو سلنه بشپړې شوې وې.

د بند یو پخواني کارکوونکي چې په مستعار نوم یې ځان انځرګل معرفي کړ وویل، په تېر جمهوري نظام کې له کله راهیسې چې د دغه بند کارونه پېل شوي و، نو په ګڼ شمېر کې د ماشینري سوځېدو ترڅنګ د طالبانو په بریدونو کې ٧٧ سرتېري ووژل شول او شاوخوا ٩٢ نور ټپيان شول.

نوموړی وايي، په دې وروستیو کې د بند کارونه په تېزۍ روان و او د کانالونو د جوړېدو لپاره هم په زیاته کچه هڅې ترسره شوې.

نوموړی وايي: «مونږ چې هلته بیلډوزر موټر چلاوه، نو کار ډېر ښه روان و، دوه کانالونه بشپړ شول او یوازې چې پاخه شوي وای او ترڅنګ یې د اوبو کاسې کار هم ډېر ترسره شو، خو ستونزه دا شوه چې جنګونه زیات شول او شرکت هم پښې سپکې کړې او بله خبره دا ده چې مونږ په دې بند ډېر ځوانان له لاسه ورکړل، خو نتیجه یې صفر شوه.»

د تر لاسه شویو معلومات پر اساس په تېرو دوو لسیزو کې په رغونه، امنیت او نورو اړونده مسایلو څه باندې يو ميليارد او نهه اويا ميليونه افغانۍ لګښت شوی دی.

واک ته د طالبانو له رسېدو شاوخوا دوه کاله تیریږي، که څه هم تر اوسه په مچلغو بند د دوی له خوا عملي کار نه دی پېل شوی خو د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو ولایتي مسوولین وايي، چې د مچلغو بند سربېره به سږ کال د ټولو هغو رغنیزو پروژو چارې پېل شي چې کارونه یې په تېر کې نیمګړي پاتې شوي و.

په دې اړه د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند عبدالقدیر احمدي اطلاعات روز ته وویل، هغه پروژې چې کارونه یې تر ۲۰ یا ۳۰ سلنه پاتې وي سږ کال په بودیجه کې نیول شوي دي.

نوموړي په دې اړه وویل: «هر هغه پروژې چې کارونه یې تر ډېره خلاص شوي وي، مثلا ۲۰ سلنه یا ۳۰ سلنه پاتې وي، نو هماغه پروژې سږ کال په بودیجه کې نیول شوې دي او هغه چې ۲۰ یا ۳۰ سلنه یې کارونه ترسره شوي او نور پاتې وي نو هغه به د راتلونکي کال په بودیجه کې ونیول شي.»

د طالبانو د اوبو او بریښنا وزیر هم له مچلغو بند لیدنه کړې خو د عملي کار په اړه یې څه نه دي ویلي

څه موده وړاندې د طالبانو د اوبو او بریښنا وزیر عبدالطیف منصورهم له مچلغو بند لیدنه وکړه، خو پرې د عملي کار په اړه یې کومه ژمنه ترسره نه کړه.

په پکتیا ولایت کې له مچلغو بند وروسته پکتیکا کې هم یو بند د پلتو په نوم یادیږي چې د رغونې کارونه یې ځنډېدلي دي.

د دې بند چارې د پخواني نظام د وخت والي مجیب الرحمان څمکني پر مهال په ۲۰۲۰ کال د ډسمبر په میاشت کې پېل او ملي پراختیا شرکت ته په ۱۷ میلیونه امریکايي ډالره په قرارداد ورکړل شو، خو د مچلغو په څېر د یاد بند رغونه هم د نظام له سقوط وروسته وځنډېدله او تر اوسه یې د کار بیا پېل په اړه اقدام نه دی شوی.

پکتیکا ولایت کې د پلتو بند سیمه

د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند مرستیال فاروق له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د پلتو بند د ډیزاین، مصارفو او نورو نیمګړتیاو په خاطر یو پلاوی له مرکز کابل څخه دغه ولایت ته سفر کړی و او په خبره یې چې د پلتو له بند یې له نږدې لیدنه وکړه.

د فاروق په خبره چې د دې بند په اړه یې د پکتیکا ولایت د اوسېدونکو غوښتنې له اړونده پلاوې سره شریکې او هغوی هم ورته ډاډ ورکړ، چې نږدې وخت کې به یې کارونه پېل شي.

فاروق وویل: «پلتو بند د پکتیکا ولایت مربوط ساحه کې موقعیت لري، تېر کال یې تخنیکي سروې ترسره شوې وه او د ډیزاین کارونه یې نیمګړي پاتې و، نو بیا له مرکزه یو پلاوی راغی او د ډیزاین برخه کې یې د پاتې کارونو په اړه له نږدې لیدنه وکړه او مونږ هېله مند یو چې ډېر ژر به یې کارونه شروع شي.»

په همدې حال کې د پکتیکا ولایت اوسېدونکي هم په دې ټینګار کوي چې د پلتو بند چارې دې ژر پېل او له دوی سره کړې ژمنه دې عملي شي.

د مرکز ښرنې یو اوسېدونکي حاجي نور اطلاعات روز سره په خبرو کې دا یوه مهمه پروژه یاده کړه او ویې ویل چې د بند په جوړېدو سره به شاوخوا ځمکه خړوبه شي.

هغه وايي: «د پلتو بند په یو ډېر ښه او مناسب ځای کې قرار لري، په تېر نظام کې یې مونږ شاهدان یو چې د جوړېدو کارونه یې پېل شول، خو نظام ړنګ شو او دا دی دوه کاله تیریږي چې طالبانو بیا ورباندې کار پېل نه کړ، اهمیت خو دا لري چې زمونږ زراعت به ورسره نور هم زیات شي او دغه شاړې ځمکې به ابادې شي.»

درې کاله وړاندې د پلتو بند د چارو پېل مراسم

په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې له مچلغو او پلتو بندونو وروسته ګڼې نورې پروژې هم شته، چې کارونه یې تر نیمايي لا ډېر ترسره او یا هم تر یوې اندازې پر مخ وړل شوي دي، خو تر اوسه په یادو دوو ولایتونو کې طالبانو لاهم په دې نه دي توانیدلي چې نیمګړې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري، په داسې حال کې چې مسوولین یې د کافي عوایدو د راجمع کېدو خبره کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه