سيګار: له غير دولتي سازمانونو سره د ښځو پر کار بنديز د مرستې رسونې په بهير کې يو «فاجعه‌‌ناک خنډ» دی

اطلاعات روز: د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې د امريکا څارونکي دفتر (سيګار) د ملګرو ملتونو د وياندويانو په وينا ويلي، چې له غير دولتي سازمانونو سره د ښځو پر کار بنديز د مرستې رسونې په بهير کې يو «فاجعه‌ناک خنډ» دی.

سيګار نن (دوشنبه، ۱۸ د غویي) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې اټکل کېږي چې شاوخوا ۱۰ ميليونه افغانانو د ۲۰۲۲ کال په وروستيو او د ۲۰۲۳ کال په لومړيو کې بېړنيو ژمنيو مرستو ته اړتيا درلوده؛ خو په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بنديز مرسته رسونه له خنډونو سره مخ کړې ده.

طالبانو په تېر ډسمبر مياشت کې فرمان ورکړ چې ښځې په غير دولتي بنسټونو کې د کار کولو حق نه لري.

د ملګرو ملتونو يوه وياند پيتر کسلر دا يو «فاجعه‌ناک خنډ» بللی دی.

طالبانو د ملګرو ملتونو پر دفترونو هم دا بنديز عملي کړی دی.

ملګري ملتونه وايي، چې د طالبانو دا پرېکړه اړمنو ته د لاسرسي په شمول د دې سازمان وړتيا تضعيفوي.

دا سازمان ټينګار کوي چې د ملګرو ملتونو او غير دولتي ملي او نړيوالو سازمانونو د مرستو رسولو او افغانانو د ملاتړو برنامو په لار کې لګېدلي بنديزونه او خنډونه بايد لېرې کړای شي.

د ملګرو ملتونو لپاره د ښځو پر کار بنديز نړيوال غبرګونونه را پارولي دي. د ملګرو ملتونو امنيت شورا د يوې پرېکړې په خپرولو سره د طالبانو دا پرېکړه غندلې ده.

امنيت شورا هم په ټول افغانستان کې د يوناما پر دوامدار حضور او همدا راز د ټولو اژانسونو، صندوقونو او ملګرو ملتونو د برنامو پر شتون ټينګار کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه