اطلاعات روز: کندهار ښار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ښار په څوارلسمه حوزه کې یوه ځوان ځان ته اور اچولی دی.
یوې سرچينې وویل، ياد ځوان پرون (یکشنبه، ۱۷ د غویي) له غرمې وروسته کندهار ښار کې د کپتان چوک اړوند «پتيال واټ» هدیرو سیمه کې ځانته اور اچولی دی.
سرچینه زیاتوي، چې یاد ځوان له خپل موټرسايکل څخه پټرول په ځان اچولي او وروسته يې ځان ته اور اچولی دی.
د سرچینې په خبره، چې سيمي ته د ميرويس حوزوي روغتون د امبولانس له رسیدو مخکې ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړی او مړ شوی.
همدا راز کندهار کې د طالبانو امنيتي مسوولين د دې ځوان له نوم اخیستو پرته ياده پېښه تایيدوي او وایي، چې نوموړي د عصبي او رواني ستونزو له امله ځان ته اور اچولی او مړ شوی دی.
هیواد کې فقر، بې کاري او اقتصادي ستونزو خلک اړ کړي چې داسې کړنو ته لاس واچوي.
