ملګري ملتونه: طالبانو په تېرو شپږو مياشتو کې ۳۳۴ نفر په دُرو وهلي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (يوناما) د «بدني مجازاتو او اعدام» په اړه ويلي، چې په افغانستان کې د تېرو شپږو مياشتو پر مهال ۲۷۴ نارينه، ۵۸ ښځې او ۲ ماشومان په دُرو وهل شوي دي.

له دې راپور سره سم چې نن (دوشنبه، ۱۸ د غویي) خپور شوی دی، يوناما پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهيسې د اعدام يو قضايي حکم هم ثبت کړی دی.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د طالبانو د سترې محکمې مرستيال عبدالمالک حقاني په دې وروستيو کې ويلي و چې دې ډلې ۱۷۵ د قصاص، ۳۷ د سنګسار او څلور تر ديوال د لاندې کولو حکمونه صادر کړي دي.

د حقاني په وينا، له دې احکامو يو شمېر پلي شوي او يو شمېر نور يې پلي کېدو ته چمتو دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې يوازې په فراه کې د يوه کس اعدامېدو ته اشاره شوې ده. دا سړی تورن و چې د ۲۰۱۷ پر مهال يې يو بل کس په قاچو وژلی دی.

د يوناما په راپور کې راغلي چې که څه هم طالبان وايي، چې د دې کس دوسيه له دریو قضايي پړاوونو تېره شوې ده، خو داسې هيڅ اطلاعات نشته چې تضمین کړي عادلانه محکمه شوې ده.

يوناما ويلي، چې د طالبانو د صحرايي محکمې يوه پېښه يې هم ثبت کړې ده. د يوناما په وينا، د فبروري پر ۱۴مه په بدخشان ولايت کې د نسي لپاره د طالبانو د ولسوال په امر يوه ښځه او يو سړی د زنا په تور په عام محضر کې سنګسار شوي دي. ويل کېږي چې دا دوه نفره تر سنګسار يوه ورځ وړاندې نيول شوي و.

همدا راز د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) ويلي، چې داسې موارد يې هم ثبت کړي چې طالبانو په جرم تورن افراد وژلي او د هغوی مړي يې نندارې ته ايښي دي. ويل کېږي چې داسې ډېري پېښې په هرات ولايت کې شوې دي.

په دُرو وهل

يوناما په خپل راپور کې ويلي، چې د بدني مجازاتو ټولګه يې د ۲۰۲۱ اګست له ۱۵مې چې طالبان واک ته رسېدلي مستنده کړې ده. په دې مجازاتو کې دُرې وهل، سنګسار، د وهلو-ټکولو نور ډولونه، تورن افراد په سړو اوبو کې درول او په جبري توګه د سر خرېيل شاملېږي.

يوناما په خپل راپور کې ويلي، چې د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵مې بيا د ۲۰۲۲ نوامبر تر لومړۍ يې لږ تر لږه ۱۸ د بدني مجازات موردونه مستند کړي چې ډېر يې په غور ولايت کې و.

له دې راپور سره سم، په دې مواردو کې ۳۳ نارينه او ۲۲ ښځې چې دوې کم عمره نجونې هم پکې شاملې دي، اکثرا د زنا په تور او له کوره د تېښتې له امله په دُرو وهل شوې دي.

په دې راپور کې راغلي، چې د نوامبر تر ۱۳مې وروسته د طالبانو له لوري د بدني مجازاتو پېښې زياتې شوي او د ۲۰۲۲ د نوامبر د ۱۳مې او د ۲۰۲۳ اپريل تر ۳۰ مې پورې يوناما د مجازات ۴۳ مورده ثبت کړي دي.

په دې مواردو کې ۵۷ ښځې، ۲۷۳ نارينه او دوه ماشوم هلکان د زنا، له کوره د تېښتې، غلا، همجنسپالنې، شرابو، فريب او نشيي توکو د قاچاق په تور په ُرو وهل شوي دي.

د يوناما په راپور کې راغلي، چې بدني مجازات د طالبانو د غير قضايي بنسټونو لکه امر بالمعروف او نهی عن المنکر له لوري هم اجرا شوي دي.

د ُرو له امله د يوې ښځې مړينه

د يوناما په راپور کې راغلي چې په سمنګان کې د يوه طالب د ُرو له امله يوه ښځه مړه شوې ده.

له راپور سره سم، د سمنګان ولايت په مرکز ايبک ښار کې د طالبانو پوليسو د ۲۰۲۲ کال د نوامبر پر ۳۰ مه يوه ښځه او يو نارينه د زنا او له کوره د تېښتې په تور ونيول او په دُرو يې ووهل. په دې راپور کې ويل شوي چې دا ښځه د وهلو-ټکولو له امله مړه شوې ده او مړی يې يوه ورځ وروسته کورنۍ ته سپارل شوی دی.

د ملګرو ملتونو او طالبانو د راپور توپير

د ملګرو ملتونو په راپور کې د حدودو او تر ديوال لاندې کولو احکامو ته هيڅ اشاره نه ده شوې، په داسې حال کې چې د طالبانو د سترې محکمې مرستيال عبدالمالک حقاني وايي، چې د دې ډلې محکمو پر ۱۰۳ نفرو د حدودو د پلي کېدو حکم ورکړی دی.

حقاني وايي، چې د دې ډلې تر واکمنېدو وروسته د طالبانو محکمو يو زر او ۵۶۲ تعزيري احکام ورکړي دي. دُرې په تعزيري مجازاتو کې شاملېږي.

خو ملګرو ملتونو په خپل راپور کې ويلي، چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته يې پر ۳۸۹ نفرو د دُرو د اجرا کېدلو حکم ثبت کړی دی. دا احکام د طالبانو د قضايي بنسټونو له لوري اجرا شوي دي.

بدني مجازات دې ودرول شي

د يوناما د بشري حقونو د برخې رييسې فيونا فريزر ويلي، چې «بدني مجازات چې د شکنجې د مخنيوي له کنوانسيون سره په تضاد کې دي، بايد ودرول شي».

د دې په وينا، ملګري ملتونه له بدني مجازاتو سره په کلکه مخالف دي او واکمن چارواکي هڅوي چې اعدام دې په سمدستي ډول ودروي.

يوناما پر خپله فېسبوکپاڼه د دې راپور په اړه د طالبانو د تعامل او ځواب هرکلی کړی.

يوناما ويلي: «موږ د نورو داسې کارونو غوښتونکي يو چې د بشري حقونو د نړيوالو معيارونو درناوی پکې شوی وي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه