له رسنيو د مالي ملاتړ لپاره د طالبانو ژمنه؛ نی: د رسنيو خپلواکي بايد تر سيوري لاندې رانشي

اطلاعات روز: د طالبانو له لوري د رسنيو د مالي ملاتړ تر ژمنې وروسته د افغانستان د ازادو رسنيو ملاتړي بنسټ (نی) ويلي، چې دا کار بايد د رسنيو خپلواکي تر سيوري لاندې رانه ولي.

د نی د اعلاميې له مخې، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په غزني ولايت کې له خبريالانو سره د يوې غونډې پر مهال ويلي، چې پر يوه داسې طرحه کار کوي چې رسنۍ دولتي مالي ملاتړ ولري.

نی ويلي، چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دې طرحې د مشروط پلي کېدلو ملاتړ کوي او همدا راز د دې طرحې په اړه ملاحظات او اندېښنې لري.

دې بنسټ ويلي، چې په پام کې نيول شوی امتياز بايد د ځای او وخت له محدوديت پرته د ټولو رسنيو لپاره يو ډول وي.

نی ټينګار کړی چې دا امتياز بايد په عادلانه توګه او د رسنۍ اړتيا، د رسنۍ د فعاليت ډول، د رسنۍ د کارکوونکو شمېر، د رسنۍ توليدي منځپانګې او د رسنۍ جغرافيايي محدودې ته په پام وارزول شي.

د نی په علاميه کې راغلي: «امتياز بايد بلاعوض وي او د رسنۍ فعاليت، خپلواکي او کاري منځپانګه اغېزمنه نه کړي.»

دې بنسټ ټينګار کړی چې رسنيو ته د امتياز ورکولو موخه بايد د رسنيو وده، د بيان د ازادۍ پياوړي کول او اطلاعاتو ته لاسرسی وي، نه دا چې په رسنيو کې توليدي منځپانګه محدوده کړای شي يا هم سانسور شي.

نی ويلي، چې هيله لري د طالبانو اطلاعات او فرهنګ وزارت د دې طرحې د اجرا کولو هڅې وکړي او د رسنيو د ملاتړ زمينه نوره هم پراخه کړي.

دې بنسټ له ملي او نړيوالو بنسټونو هم غوښتي چې له رسنيو سره دې همکار شي او ملاتړ يې وکړي.

د افغانستان د دولت تر سقوط وروسته په هيواد کې له ۶۰۰ رسنيو څخه تر نيمايي زياتې د طالبانو د بنديزونو او اقتصادي ستونزو له امله تړل شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه