اطلاعات روز: د پکتیکا ولایت په سروضې ولسوالۍ کې «وسله والو غلو» یو ځوان وژلی او ورڅخه موټر یې بیولی دی.
ځايي سرچینې وايي، چې دا پېښه تېره ورځ (جمعه، ۱۵ د غویي) د سروضې ولسوالۍ اړوند «سلطانو» سیمه کې رامنځته شوې او په خبره یې چې څو تنو غلو یو ځوان لومړی وژلی او وروسته یې ورڅخه ۲۰۰۳ ماډل فیلډر موټر هم بیولی دی.
سرچینې د یاد ځوان د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
د سرچینې په حواله چې په دې وروستیو کې په سروضې ولسوالۍ او مرکز ښرنې ته پر غځېدلې لاره د غلاوو پېښې ډېرې شوي چې له امله یې د خلکو پر ژوند منفي اغېز کړی او د طالبانو د امنیتي مسوولینو یې د مخنیوي غوښتنه کوي.
د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو امنیتي مسوولینو د دغې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو له امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې یوې اعلامیه کې ویل شوي، چې په لویو لارو او ولسوالیو کې د غلا او نورو جنايي پېښو د مخنیوي لپاره به له نظامي زده کړو تازه فارغ ۱۵۰ کسان په دندو وګماري.
