اطلاعات روز: ځایي سرچینې خبر ورکوی چې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې پر یوې کورنۍ د دیوال غورځیدو په پېښه کې یو نارینه مړ شوی او میرمن یې ژوبله ده.
د سیمې یوه اوسیدونکي سید محمد وویل، چې پېښه تېره ورځ (سېشنبه، ۱۲ د غویي) ماښام د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند «شبدانۍ» سیمه کې د دیوال غورځیدو له امله رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي په یاده پېښه کې د کورنۍ یو خاوند مړ او میرمن یې ژوبل شوې ده.
هغه د یادې پېښې لامل د باران زیاتوالی او د کور زوړوالی یادوي.
د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې ډیر کله دا ډول پېښې د بارانونو پرمهال رامنځته کیږي، چې قربانیان یې عام وګړي وي.
