اطلاعات روز: د طالبانو تر مدیریت لاندې د ازموینې ملي ادارې په هلمند ولایت کې د څه باندې درې زره دیني عالمانو څخه د «لویې دورې» د اسنادو د ارزونې ازموینه واخیسته چې تر بریالي کیدو وروسته به د لیسانس سندونه ورکړل شي.
یاده ازموینه د څه باندې ۳ زره او ۱۲۷ دیني عالمانو څخه پرون (سېشنبه، ۱۲ د غویي) د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د دغه ولایت په پوهنتون کې واخیستل شوه.
د ازموینې ملي ادارې لپاره د طالبانو مشر عبدالباقي حقاني چې د دغې ازموینې د نظارت په موخه یې هلمند ولایت ته سفر کړی و علماوو ته په خپله وینا کې وویل، چې د خپل حکومت د پریکړې پر اساس به هغه دیني عالمان چې «لویه دوره» یې بشپړه کړي وي او اسناد یې تصدیق ولري په ازموینه کې برخه اخیستلی شي.
دغه راز دغه راز د هلمند پوهنتون لپاره د طالبانو رییس پوهنیار محمد سورګل عبدالرحمن په خپلو څرګندونو کې وويل، چې تېر حکومت کې د مدرسو دیني عالمان د قانوني اسنادو حقدار نه بلل کیدل.
نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو راتګ سره هغه دیني عالمان چې زده کړي يې کړې وي هغوی ته د ديني زده کړو په بدل کې د لیسانس او ماسترۍ ترکچې قانوني اسناد ورکول کیږي.
ده وویل: «کوم د یني عالمانو چې لویه دوره بشپړه کړي وي هغوی ته به د لیسانس اسناد ورکول کېږي او کوم دیني عالمانو چې ترلویې دورې زیاتي زده کړې کړې وي هغوی ته د ماسټري اسناد ورکول کېږي.»
د یادونې وړ ده چې دا په هلمند کې لومړی ځل دی چې په دومره لوړه کچه د دیني عالمانو څخه د اسنادو د ارزونې ازموینه اخیستل کېږي.
