اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، چې د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې یو ۱۲کلن ماشوم موټر وهلی او ژوند یې بایللی دی.
د ننګرهار لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې پېښه نن (سېشنبه، ۱۲ د غویي) ماسپښین شاوخوا ۲:۰۰ بجې د دغه ولایت سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، چې یو سراچه ډول موټر یو دولس کلن ماشوم وهلی او وروسته یې د سختو ټپونو له امله روغتون په لاره خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هغه په خبره، موټر چلوونکی نیول شوی چې اوس مهال په امنیې قومندانۍ کې تر څیړنو لاندې دی او وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.
د هیواد په بېلابېلو سیمو کې په دې وروستیو کې دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې د موټر چلوونکو بې احتیاطي او ګړندی تګ ښودل شوی، چې له امله یې ډیر کله هیوادوال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
