اطلاعات روز: له رسنيزو راپورونو سره سم، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا کميټې موافقه کړې چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي کولای شي پاکستان ته سفر وکړي او هلته د دې هيواد او چين د بهرنيو چارو له وزيرانو سره وګوري.
د رويټرز خبري اژانس پرون (دوشنبه، ۱۱ د غویي) راپور ورکړی چې په ملګرو ملتونو کې پاکستاني ماموريت غوښتنه کړې وه چې متقي ته دې د می د ۶مې او ۹مې تر منځ اجازه ورکړل شي چې دې هيواد ته ورشي او هلته د پاکستان او چين د بهرنيو چارو له وزيرانو سره وګوري.
پاکستان نه دي ويلي چې د بهرنيو چارو وزيران به پر څه غږېږي، خو ويلي يې دي چې دوی به د متقي د سفر ټول لګښتونه پرې کړي.
متقي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د سفر او شتمنيو د کنګل کېدو له بنديز سره مخ دی. د ملګرو ملتونو امنيت شورا تېره مياشت هم متقي ته اجازه ورکړې وه چې ازبکستان ته ولاړ شي او هلته د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو له بهرنيو چارو وزيرانو سره د سولې، امنيت او ثبات پر موضوعاتو وغږېږي.
تر دې وړاندې پاکستاني رسنيو هم راپور ورکړی و چې متقي پاکستان ته سفر کوي او هلته به د دې هيواد د بهرنيو چارو له وزير بلاول بوټو زرداري سره وويني.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
