طالبان: د مزار شريف-هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ کار به نږدې راتلونکي کې پېل شي

اطلاعات روز: د طالبانو د لومړي وزير د اقتصادي مرستيالۍ دفتر وايي، چې د دې ډلې د اقتصادي کميسيون د پرېکړي پر اساس به نږدې راتلونکي کې د مزار شريف-هرات-کندهار تر منځ د اوسپنې پټلۍ کار پېل شي.

د دې دفتر په وينا، د طالبانو اقتصادي کميسيون د اوسپنې پټلۍ ادارې ته دنده سپارلې وه چې يوه پروژه مشخصه کړي تر څو په کورنيو عوايدو سره بشپړه شي. ويل شوي چې دې ادارې د مزار شريف-هرات-کندهار تر منځ د اورګاډي پټلۍ پروژه مشخصه کړې ده.

د دې پروژې د لګښت په اړه څه نه دي ويل شوي.

د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستيالۍ دفتر ويلي، چې دا پروژه يو زر او ۴۶۸ کيلومټره ده او ويل کېږي چې دا پروژه له نهو ولايتونو، ۲۷ ولسواليو او ۸۰۰ کليو تېرېږي.

دې دفتر زياته کړې، چې ياده پروژه به په دوو برخو کې بشپړه شي. لومړۍ برخه يې د مزار شريف- هرات تر منځ ده چې ۷۵۶ کيلومټره کېږي. ويل شوي چې د دې پروژې دويمه برخه چې ۸۱۱ کيلومټره کېږي له هراته پېلېږي او له فراه، نيمروز او هلمند ولايتونو په تېرېدو د کندهار تر سپين بولدک ولسوالۍ پورې رسېږي.

د طالبانو د لومړي وزير د اقتصادي مرستيالۍ دفتر ويلي، چې د دې پروژې په پلي کېدلو سره به ختيځه اسيا د افغانستان له لارې له ايران، ترکيې او اروپايي هيوادونو سره وتړل شي.

د افغانستان اقتصادي کړکېچ ته په پام، اندېښنه داده چې ايا د طالبانو حکومت به د دې پروژې په پلي کولو کې بريالی شي او که نه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه