اطلاعات روز: د تونس د ملي ګارډ يوه چارواکي ويلي، چې د دې هیواد ساحلي ساتونکو دغلته له اوبو څخه ۴۱ مړي را ايستلي دي. د ده په وينا چې په تېرو لسو ورځو کې د تونس پر ساحلونو د کښتۍ د غرقېدو له کبله ۲۱۰ پناه غوښتونکي مړه شوي دي.
رویټرز د یوه تونسي چارواکي حسين عدين جبالي له قوله ویلي، چې د مړو له خراب شوي حالت څخه داسې ښکاري چې له څو ورځو راهيسې په اوبو کې پاتې و.
د ده په وينا، تر دې وړاندې په دومره لنډ وخت کې دومره زيات کسان نه دي مړه شوي.
په دې وروستيو مياشتو کې د هغو کښتيو شمير زيات شوی چې له افريقا، سوريې او سوډان څخه پناه غوښتونکي ایټاليا ته لېږدوي. تونس د دې څپې د کنټرول هڅه کوي.
چارواکو پرون (جمعه، ۸ د غویي) وويل، ډېری کسان چې له تونس څخه اروپا ته ځي پر لار غرقېږي او هغه بل اړخ ته په ايټاليا کې له مړو روغتونونه او سړې خونې ډکې دي.
تونس چې د ايټاليا له لامپيدوسا ټاپو څخه ۱۵۰ کيليوميټره فاصله لري، له ډېره وخته د هغو پناه غوښتونکو تمځای دی چې غواړي له شمالي افريقا اروپا ته د سمندر خطرناک سفر وکړي.
از روزنامهنگاری مستقل حمایت کنید
محدودیتهای گسترده بر رسانهها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه میدهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.
ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم مینویسیم.
مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوبشدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشماندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادیهای برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.
خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت میکنند تا گزارشهای دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایتهای مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.
هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامهنگاری مستقل کمک میکند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.
در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید
برای حمایت اینجا کلیک کنید