اطلاعات روز: د بشر حقونو څار د افغانستان په چارو کې د هيوادونو له ځانګړو استازو غوښتي چې د دوحې په غونډه کې دې د خلکو له حقونو د ملاتړ په برخه کې خپل غوڅ دريځ وساتي.
د بشر حقونو د څار اعلاميه چې تېره ورځ (چهارشنبه، ۶ د غویي) خپره شوې، د دې سازمان د اسيايي برخې د مسوولې پاتریشیا ګاسمن په وينا پکې راغلي چې يوازې د طالبانو د سياستونو معکوس کول کولای شي د نور تعامل لپاره دروازه پرانيزي.
په دې اعلاميه کې راغلي، چې له «بده مرغه» له طالبانو سره په تګلارو کې د ځانګړو استازو تر منځ اختلاف شته دی او دا د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې هم د اختلافاتو څرګندونه کوي.
له دې اعلاميې سره سم، چين، روسيه او جاپان غواړي چې ملګري ملتونه پر مرستو او د افغانستان پر اقتصادي کړکېچونو تمرکز وکړي، په داسې حال کې چې متحده ايالاتو، بريتانيا او فرانسې د طالبانو پر وړاندې د بشري حقونو په برخه کې سخت دريځ نيولی دی.
د ملګرو ملتونو د پراختيايي برنامې مدير آخيم اشتاينر څو ورځې وړاندې ويلي و چې که ونشي کولای چې طالبان د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو قانع کړي، نو دا سازمان به له افغانستانه د وتلو «زړه بوږنوونکې» پرېکړه وکړي.
تر دې یوه ورځ وروسته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې آمينې محمد ويلي و، چې دا سازمان يوه غونډه رابولي چې د طالبانو د رسميت پېژندنې په اړه به بحث پکې کېږي.
په همدې حال کې، د بشري حقونو څار ويلي، چې «ډاډه دي» چې له افغانستانه د ملګرو ملتونو د بشپړو وتلو او د طالبانو د رسميت پېژندنې تر منځ يوه بله درېيمه لار هم شته.
دې سازمان هيله ښودلې چې د ملګرو ملتونو د غړو هيوادونو ځانګړي استازي به د دوحې په غونډه کې دا درېيمه لار ومومي.
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب د دوحې غونډه د می مياشتې پر لومړۍ نېټه د دوو ورځو لپاره جوړه شي چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو ځانګړي استازي به ګډون پکې وکړي. د افغانستان له وضعيت سره د مقابلې لپاره د يوې واحدې تګلارې موندنه او د نورې بې ثباتۍ مخنيوی د دې غونډې موخې ګڼل شوې دي.
