اطلاعات روز: هلمند ولايت کې د طالبانو ځايي مسوولين خبر ورکوي چې د دې ولایت په سنګین ولسوالۍ یوې مور او ماشوم زوی یې د برق نیونې له امله ژوند بایللی دی.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست مرستيال محمدقاسم رياض وايي، چې دغه پيښه تيره ورځ (چهارشنبه، ۶ د غویي) ناوخته د سنګين ولسوالۍ په «ميان رودي» سيمه کې رامنځته شوې ده.
ریاض د پیښې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتوي چې دغې ښځې او ماشوم په خپل کور کې د برق نیولو پر وخت ځای پر ځای ساه ورکړې ده.
په افغانستان کې د بریښنا په اړه د عامه پوهاوي نشتون له امله وخت ناوخته دا ډول پيښې رامنځته کيږي.
