اطلاعات روز: د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند ودانټ پاټيل يو ځل بيا د طالبانو د رسميت پېژندنې د اندېښنو په تړاو ويلي، چې اوس مهال داسې کوم انتخاب د میز پر سر مطرح نه دی.
پاټيل تېره اونۍ هم ويلي و، چې د طالبانو د رسميت پيژندنې په تړاو هر ډول بحث د امريکا متحده ايالاتو ته د منلو وړ نه دی.
پاټيل پرون (سېشنبه، ۵ د غویي) د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په مقر کې يوې خبرې غونډې ته وويل، چې په راتلونکو ورځو کې کومې غونډې کېږي د يوې هم موخه د طالبانو په رسميت پېژندنه نه ده.
تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې آمينې محمد ويلي و، چې دا سازمان غواړي په افغانستان کې د وضعيت د خرابېدو مخه ونيسي او په دې اړه يوه غونډه راوبولي تر څو د طالبانو د رسميت پېژندنې په اړه خبرې وکړي.
د نوموړې دا څرګندونې له پراخ غبرګون سره مخ شوې او په افغانستان کې دننه يو شمير څېرو دا د طالبانو لپاره په لابي کولو تورنه کړه، خو د ملګرو ملتونو وياند دا تورونه رد کړل.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند زياته کړې چې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو دامدار نقض د نړيوالې ټولنې له لوري د طالبانو په رسميت پېژندنه کې مهم خنډونه دي.
ودانټ پاټيل د امريکا پر ژمنتوب ټينګار کړی چې د افغانستان له خلکو سره به بشري مرستو ته دوام ورکوي او ويلي يې دي چې هڅه به کوي تر څو دا مرستې طالبانو ته ونه رسېږي.
پاټيل د واشنګټن پوسټ د راپور په اړه چې ويلي يې و، داعش په افغانستان کې د امريکا متحده ايالاتو پر ګټو د بريد پلان جوړوي، وويل چې په سيمه کې د دې ډلې له منځه وړل د امريکا او متحدينو لپاره يې اصلي لومړيتوب دی.
