اطلاعات روز: د متحده ايالاتو چارواکو ویلي، چې طالبانو د اسلامي دولت يا هم داعش هغه جنګيالی وژلی چې په ۲۰۲۱ کې يې د کابل پر هوايي ډګر ځانمرګی بريد طرحه کړی و.
په دغه برید کې ۱۳ امريکايي سرتېري او لږ تر لږه ۱۷۰ افغان اتباع چې له خپل هیواد څخه د تیښتې هڅه یې کوله ووژل شول.
دا بريد د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶مه هغه مهال وشو چې امريکايي ځواکونو هڅه کوله چې امريکايي او له خطر سره مخ افغان وګړي د تخليې له لارې وباسي.
د سپينې ماڼۍ وياند جان کربي په يوه اعلاميه کې ويلي چې «دا کس د داعش خراسان څانګې يو مهم غړی و او دايبي ګيټ په څېر بريدونه يې پلانول.» ايبي ګيټ د کابل هوايي ډګر ته د ننوتلو هغه دروازه وه چې چاودنه پکې شوې وه.
د سپينې ماڼۍ وياند د داعش د دې جنګيالي نوم نه دی اخيستی.
