اطلاعات روز: نن د اتريش د نړيوالو چارو د انسټيټيوټ په کوربتوب د سياسي او مدني څېرو چې د طالبانو مخالفين دي، دويمه غونډه په ويانا کې پېل شوه. دا غونډه به درې ورځې روانه وي.
تر اوسه د دې غونډې د ټولو ګډونوالو نوملړ نه دی خپور شوی، خو ويل شوي چې شاوخوا ۳۰ کسان به پکې ګډون وکړي.
تر اوسه د دې غونډې ځينې سياسي څيرې او ورځپاڼه ليکونکي لکه رنګين دادفر سپانتا، احمد مسعود، نظيف شهراني، فوزيه کوفي، سنجر سهيل، زهرا آزاد او نور رسنيز شوي دي.
يو شمير نورې سياسي څيرې لکه محمد محقق، صلاح الدين رباني، شکريه بارکزۍ او فيض الله ذکي چې د يو لړ دلايلو له وجې حضوري ګډون نشي کولای، په انلاين توګه به وينا کوي.
د ملي امنيت پخواني رييس رحمت الله نبيل چې تېر کال يې د ويانا په غونډه کې ګډون کړی و، ويلي دي چې سږ کال د وړاندينيو پلان شويو بوختياوو له وجې ګډون نشي کولای.
د طالبانو د مخالفو جريانونو او شخصيتونو تر منځ د باور جوړونه، «د افغانستان د ازادۍ لپاره د مقاومت دوام او پراختيا، پر طالبانو او د دې ډلې پر ملاتړو د فشار زياتول او له اوسني کړکېچ څخه د وتلو طرحه» د دې غونډې بنسټيزې موخې ګڼل شوې دي.
د حامد کرزي د جمهوري رياست په وخت کې د ملي امنيت مشاور رنګين دادفر سپانتا د غونډې ځای ته د ننوتلو پر وخت رسنيو ته ويلي، چې ګډونوال به د خلکو د ارادې پر اساس سولې او ټيکاو ته د رسيدنې لپاره د هڅو د همغږي کولو پر څرنګوالي بحث کوي.
د طالبانو د مخالفو شخصيتونو او څېرو لومړۍ غونده د تېر لمريز کال د سنبلې مياشتې پر ۲۴مه د اتريش د نړيوالو چارو د انسټيټيوټ په کوربتوب په ويانا کې جوړه شوه او درې ورځې روانه وه.
د دې غونډې په پای کې ګډونوالو د يوې ګډې اعلاميې په وسيله د سياسي خبرو له لارې د افغانستان د معضلې پر حل کولو او د افغانستان د خلکو د مقاومت پر ملاتړ ټينګار کړی و، تر څو يې حق او مشروع غوښتنې پر ځای شي.
