اطلاعات روز: ځايې سرچینې خبر ورکوي، چې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د چت لویدو په پېښه کې یوه ښځه مړه شوې او بله سخته ټپي ده.
د کامې ولسوالۍ یو ځایي اوسیدونکی عبدالقدیر وایي، چې دا پېښه نن (دوشنبه، ۴ د غویي) سهار وختي شاوخوا ۴:۰۰ بجې د دې ولسوالۍ د «ګرداب» قریه کې رامنځته شوې.
نوموړی وایي، دغه پېښه د کوټې د زوړوالي له امله رامنځته شوې او یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده.
د هغه په خبره ژوبله شوې میرمن یې د کامې روغتون انتقال کړي، چې ډاکټرانو یې روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ ښودلی دی.
له دې نږدې دوه اوونۍ مخکې هم د کامې ولسوالۍ اړوند دارګلۍ قریه کې د کوټې چت غورځیدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۹ غړي ژوبل شوي وو.
د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ډیر کله دا ډول پېښې د بارانونو پرمهال رامنځته کیږي، چې لامل یې د کورونو زوړوالی ښودل شوی دی.
